Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»جنسیتي تبعیض؛ د افغانستان له واقعیت څخه لرې او جعلي روایت
    لیکني

    جنسیتي تبعیض؛ د افغانستان له واقعیت څخه لرې او جعلي روایت

    عمران آغاعمران آغا1 اگست 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د جمهوریت تښتېدلي او ناکام چارواکي، وروسته له هغه چې د افغانستان د مظلومو خلکو له برخلیک سره له لوبې او واک څخه ګوښه شول، اوس د اروپا او امریکا له ګوټ، ګوټ څخه داسې جعلي روایتونه جوړوي چې د هېواد له عیني واقعیتونو سره هېڅ ډول اړیکه نه لري. دوی په بشپړه بې شرمۍ سره، له داسې افغانستان څخه خبرې کوي چې له تېښتې وروسته یې هېڅکله نه دی لیدلی؛ د هغو دردونو په اړه لیکي چې پخپله یې عاملان وو او د داسې تبعیض په اړه چیغې وهي چې د دوی د واکمنۍ پر مهال په کې موجود و او بنسټیز شوی و.

    په دې ورځو کې، د دوی له تبلیغاتي کلمو څخه یوه «جنسیتي تبعیض» ده؛ یوه ادعا چې یوازې د خپلو لوېدیځو بادارانو د ملاتړ جلبولو په هدف جوړه شوې تر څو شاید یو ځل بیا مطرح شي او سیاسي امتیاز ترلاسه کړي. دوی په ټولنیزو شبکو کې د ناسمو ادعاوو په خپرولو، د «جنسیتي تبعیض» او «د ښځو د حقونو له پامه غورځولو» په څېر د بې بنسټه تورونو په لګولو سره هڅه کوي چې د افغانستان یوه توره او تحریف شوې څهره وښیي؛ له دې په غفلت چې د دې خاورې خلک پخپله له بل هر چا ښه شاهدان او قضاوت کوونکي دي.

    د افغانستان اوسنی واقعیت، له هغه دروغجنو او تورو انځورونو څخه په بشپړه توګه توپیر لري چې معامله‌ګرې څهرې یې ښیي؛ ځکه افغان ښځه په اوسنۍ ټولنه کې نه یوازې عزت او امنیت لري او تبعیض نه ورسره کېږي، بلکې په ډېرو مواردو کې د نارینه وو په پرتله له ډېر درناوي او حرمت څخه برخمنه ده. په دولتي ادارو، عامه ځایونو، ښوونځیو، روغتونونو او حتی د امنیتي تلاشۍ په پوستو کې، له ښځو سره په پوره وقار او مسؤلیت سره چلند کېږي. دا ټول شعار نه، بلکې هغه واقعیت دی چې خلک یې هره ورځ تجربه کوي.

    بې انصافي او دروغ خپرول په دې کې دي چې همدا فرېبکارې څهرې، د خپل فاسد حکومت په وخت کې د ښځو په وړاندې پر تجاوز، ځورونې او سیستماتیک تبعیض سترګې پټولې او حتی په ډېرو مواردو کې به یې پخپله په کې لاس درلوده. ښځه په هماغه دوره کې د بې وزلۍ او فساد قرباني وه؛ هم جنسي سوء‌استفاده ورڅخه کېده، هم په سیاسي لوبو کې د تبلیغاتي وسیلې په توګه کارول کېده، خو هغه وخت نه کوم غږ پورته کېده او نه د لوېدیځو رسنیو د مسؤلینو ویده وجدان راویښېده.

    خو نن چې ښځې په یو خوندي او عفیف چاپېریال کې ژوند کوي، له ځورونې او اداري فساد څخه خوندي دي او دیني او انساني ارزښتونه یې خوندي شوي، ناڅاپه له لوېدیځ څخه جعلي چیغې پورته کېږي چې ګواکې ښځې مظلومې دي! دا چیغې د خواخوږۍ له مخې نه، بلکې له داسې نظام سره د دښمنۍ له امله دي چې د فساد دروازه یې تړلې او د خیانت سرچینې یې وچې کړې دي.

    دا رسوا څهرې، په بشپړه بې شرمۍ سره له ښځې د سیاسي ابزار په توګه کار اخلي تر څو خپل شوم اهداف تعقیب کړي. دوی ته نه د ښځې عزت مهم دی، نه آزادي او نه عدالت؛ بلکې یوازینۍ اندېښنه یې واک ته راستنېدل او تېر چور او چپاول ته دوام ورکول دي، حتی که د افغانې ښځې د حیثیت داغداره کېدو په قیمت د نړۍوالو په نظر کې تمام شي.

    نو راځئ چې دغه جعلي فریبونه ونه‌خورو. د جنسیتی تبعیض په اړه د دوی روایت، د دوی پر تېرو خیانتونو له پردې اچولو څخه پرته بل څه نه دي. د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه آزادې او باوقارې ښځې، پخپله ښه پوهېږي چې کله په تبعیض کې وې او کله په امنیت او حرمت کې ژوند کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمخکنۍ لیکنه
    راتلونکي مقاله د امریکا بهرنیو چارو وزارت امریکایي اتباعو ته: ایران ته له سفر کولو ډډه وکړئ

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان لاسوهنه؛ د افغان مخالفینو ملاتړ او د سیمې لپاره یې ستراتیژیک زیانونه

    23 اگست 2025

    د پاکستان تبلیغاتي څرګندونې او د امنیت شورا بې‌دلیله اندېښنې

    22 اگست 2025

    د پاکستان تبلیغاتي څرګندونې او د امنیت شورا بې‌دلیله اندېښنې

    22 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 23 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۷/۲/۲۹ ھ ق. ۲_پاکستان کې د پرځول شوي جمهوريت سفیر نجيب…

    د سوریې مرکزي بانک نوي بانک‌نوټونه چاپوي

    23 اگست 2025

    بېلاروس ته د افغان ډیپلوماټیک پلاوي سفر؛ هېواد ته د افغان بندیانو پر لېږد خبري شوي

    23 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    23 اگست 2025

    د سوریې مرکزي بانک نوي بانک‌نوټونه چاپوي

    23 اگست 2025

    بېلاروس ته د افغان ډیپلوماټیک پلاوي سفر؛ هېواد ته د افغان بندیانو پر لېږد خبري شوي

    23 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،007 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،950 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،973 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.