د جنوبي افریقا ولسمشر د مدني ټولنو د غوښتنې پر اساس په دغه هېواد کې د داخلي ستونزو د حل په موخه د ملي خبرو اترو لړۍ پیل کړه.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د دغو خبرو اترو موخه د بېکارۍ، فقر او د اوبو د کمښت په څېر مهمو ملي ستونزو ته رسېدنه او د ټولنې بېلابېلو قشرونو ترمنځ همغږي رامنځته کول دي.
د دغه هېواد ولسمشر، سیریل رامافوسا ویلي، چې د خبرو اترو دا بهیر د خلکو په مشرۍ ترسره کېږي او د ټولنې د هر قشر ګډون ته به زمینه برابروي، څو د هېواد د اوسني وضعیت په اړه فکر وشي او د یوه ښه راتلونکي لپاره مشترک لید لوری وړاندې شي.
د ملي خبرو اترو دا لړۍ هممهاله حضوري او انلاین بڼه لري او د دغه هېواد له نهو ایالتونو څخه به خلک پکې ګډون کوي.
ټاکل شوې دا خبرې اترې په څو پړاوونو کې ترسره شي.
د ویلو ده، چې جنوبي افریقا دا مهال له وچکالۍ، فقر او د نژادي تبعیض په شمول له یو شمېر داخلي ستونزو سره مخ ده.