د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې نن د جوزجان ولایت یتیم تاق سیمه کې د ۷۷ ترکي شرکت سره د سيمنټو تولیدي فابریکې د جوړېدو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې به ۷۷ ترکي شرکت پر دغې فابریکې ۱۶۳ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
دې مراسمو کې د ترکیې سفیر جنګ اونال دغه پروژه مهمه بللې او خوښي یې ښودلې، چې ترکي پانګوال افغانستان کې پانګونه کوي. نوموړي د دې پروژې پیل افغانستان کې د پانګونې لپاره د نورو ترکي شرکتونو لپاره یوه ښه پیلامه بللې.
بیانیه کې راغلي؛ ترکي شرکت د سيمنټو د اکتشاف، استخراج، تولید او ټولنیزو خدماتو په برخو کې پانګونه کوي.
د یتیم تاق د سیمنټو فابریکه به تر بشپړېدو وروسته په ورځني ډول ۳زره ټنه سیمنټو د تولید ترڅنګ ۱۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سېمنټو په برخه کې د هېواد ځان بسیاینې په موخه له دې پروژې وړاندې د شاوخوا ۴۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت د جبل السراج، کندهار او هرات سېمنټو پروژو قراردادونه له یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره له وړاندې لاسلیک کړي دي.