ايران کې د سني وګړو مبارزه کوونکي سازمان «جیش العدل» د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سوریې د ازادي غوښتونکي غورځنګ «تحریرالشام» وروستي پرمختګونه او عملیات ستایلي او د بریا مبارکي یې ورکړې ده.
د یادونې وړ ده چې، جیش العدل سازمان د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې فعالیت لري او وخت نا وخت پر ایراني پولیسو او پوځیانو بریدونه ترسره کوي.