لیکوال: محمد فیصل
حزب التحریر په ۱۹۵۳ کال کې رامنځته شو او تر اوسه یې په خپل یو اویا کلن ژوند کې په اسلامي نړۍ کې د خپلو ناسمو او غیر معقولو تګلارو له امله کوم ځانګړی ځای ترلاسه نه کړای شو؛ د شلمې پېړۍ ستر اسلامي مفکر سید قطب هماغه مهال د دوی تګلاره نقد او رد کړې وه.
په ۲۰۰۱ کال کې چې کله امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، نو دوی په ۲۰۰۳ کال کې د اشغال تر چتر لاندې خپل فعالیت پیل کړ.
د دوی تګلاره د جهاد نفې او په سوال و زاریو د یوې اسلامي ټولنې او اسلامي نظام جوړول دي؛ دا داسې تګلاره ده چې د اشغال ختمولو او اسلامي نظام جوړولو له پاره کار نه ورکوي؛ دا لکه د نشنلیانو عدم تشدد، چې مقابل طرف به دې وهي او ته به ورته خړ خړ ګورې، خو د خپل حق غوښتلو له پاره به یې وهلی نه شې.
په افغاني ټولنه کې د دوی د ناکامۍ یو عمده دلیل دا وو چې دوی د شل کلن امریکایي حضور په شتون کې یوه مرمۍ فایر نه کړه، ځان یې غولوه او فکر یې کاوه چې نور هم غولولی شي.
له کله چې امریکایي اشغال ختم شوی او د طالبانو له لوري اسلامي نظام حاکم شوی، نو ټول افغانستان د یوې واحدې قوماندې لاندې دی؛ هېڅ چا ته اجازه نشته چې ډلې جوړې او ډلبازۍ وکړي.
اسلامي نظام سیاسي فعالیتونه بند او سیاسي ډلې له منځه وړي دي او ټوله هڅه دا ده چې افغانستان لکه د ځینو نورو مسلمانو هېوادونو په څېر نه شي او له داخلي سیاسي کشمکشونو، اختلافاتو او تفرقې څخه وساتل شي، ولې حزب التحریر غلی نه دی ناست او بیا هم د دغې مسلمانې ټولنې په منځ کې کشکمش، اختلافاتو او تفرقې اچولو هڅې کوي.
خو د اسلامي نظام مسئولین هم بې خبره نه دي؛ دلته که هر څوک د حاکم اسلامي نظام له چوکاټ څخه بهر د نورو مفکورو له پاره تبلیغ کوي او یا خپلې ناکامې تګلارې وړاندې کوي، نو مسئولین به یې پر وخت پر ضد اقدام کوي او په ټولنه کې به د انتشار، ګډوډۍ او تفرقه اچوونې مخه نیسي.
حزب التحریر په افغانستان کې په خپل شل کلن فعالیت سره ښایي په ټول افغانستان کې د دوه زره په شاوخوا کې غړي او خواخوږي هم و نه لري؛ دا د دې څرګنده ښکارندویي کوي چې د دوی فکر او تګلاره په افغاني ټولنه کې هېڅ ځای موندلی نه شي.
د حزب التحریر ډله بس یوازې میډیایي تبلیغات او لفاظي کوي، نور یې په افغانستان کې د اسلامي ټولنې د جوړېدو له پاره په خپل تاریخ کې هېڅ کړي نه دي؛ دوی چې له کومې لارې د خپل ډول خیالي خلافت د جوړېدو هیله لري، په هغې لارې د یو لوی اسلامي نظام (خلافت) جوړېدل محال او له سره ممکن نه دي.
دوی واقعاً په دغه لاره ترکستان ته روان دي؛ افغاني ټولنې په تېرو پنځوسو کلونو کې د ګوندونو او سیاسي ډلو له لاسه ډېر زیان لیدلی دی؛ نور بس دی!