په لبنان کې له اسرائیلو سره په جګړه کې ښکېلې ډلې حزب الله د دوشنبې په ورځ اسرائیلو ته خبرداری ورکړ چې که د لبنان پرضد یرغل ته دوام ورکړي نو له لا زیاتو وژونکو بریدونو سره به مخامخ شي.
دا خبرداری وروسته له هغې ورکول کېږي چې تېره شپه د اسرائیلو پر حیفا ښار د حزب الله د بې پیلوټه الوتکې په ډرون برید کې د عربي رسنیو د راپورونو له مخې څلور مړه او تر ۶۰ ډېر اسرائیلي عسکر ټیان شوي دي.
حزب الله په یوه بیان کې ویلي:”هغه څه چې نن په جنوبي حیفا کې پېښ شوي یوازې د هغه څه یوه کوچنۍ برخه ده چې دښمن یې انتظار کوي که چېرته د لبنان پرضد یرغل دوام وکړي، د حزب الله وروستی برید به یو پېچلی او ځانګړی وي.
دا برید وروسته له هغې وشو چې اسرائیلو د لبنان په جنوب او نورو سیمو کې د حزب الله پر پټنځایونو بمباري وکړه.