د صهيونيستي اسرائيلو د لومړي وزير دفتر وايي پرون حزب الله د تلابیب په مرکزي سيمه قيصريه کې د لومړي وزير نتنياهو او د هغه مېرمن د هغه په کور د چاودېدونکي ډرون پر مټ په نښه کړي وو.
د نتنياهو د دفتر د اعلاميې پر بنسټ د حزب الله پرون بريد دقيق د نتنياهو په کور لگېدلی وو خو هغه او د هغه مېرمن هغه مهال په کور کې نه وو.
همدارنګه په ياده اعلاميه کې د صهيونيستي اسرائيلو لومړي وزير نتنياهو ویلي«د حزب الله دا هڅه چې زه او زما مېرمنه ووژني ستره تېروتنه وه».
د نظامي چارو د کارپوهانو په وينا د حزب الله دا هڅه چې ان په تلابیب کې د اسرائیلو د لومړي وزير کور په نښه کولای شي د دوی په استخباراتي او نظامي پياوړتيا دلالت کوي.