
د تېر پرځېدلي جمهوريت پرمهال د پکتیا والي حليم فدايي وايي، د بلوچستان او پښتونخواه د امنیت وروستۍ پېښې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او په وينا یې پاکستان تل په افغانستان ورته تورونه لږولي دي.
نوموړی همدا راز وايي: «د پاکستان تورونه نوي نه دي؛ هغوی د دې لپاره چې له یوې خوا ځان د تروریزم قرباني وښیي او له بلې خوا له خپلو داخلي ستونزو څخه توجه بل لورې ته واړوي، تل د دې ډول پېښو تور په افغانستان لګوي».
د فدايي په وينا، پاکستان په همدې حال کې هڅه کوي چې له بهرنیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له امریکا، څخه مالي او نظامي مرستې ترلاسه کړي.
ياده دې وي چې پاکستان وخت ناوخت په دغه هېواد کې د ځينو امنيتي پېښو پړه په افغانستان اچوي خو افغان حکومت ياده ادعا او تور بې اساسه بولي او پاکستان ته د بې ځايه تورونو لګولو په ځای د خپلو ستونزو د حل سپارښتنه کوي.