Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»حماس غورځنګ د فلسطين قضيه د نړۍ د سياسي اجنډا په سر کې ځای پرځای کړه
    منځنی ختیځ

    حماس غورځنګ د فلسطين قضيه د نړۍ د سياسي اجنډا په سر کې ځای پرځای کړه

    صابر افغانصابر افغان12 اکتوبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هارتس اسرائيلي ورځپاڼې په يوه اوږده تحليلي راپور کې د‌ غزې تېرې دوه کلنې جګړې او په دې لړ کې د حماس غورځنګ د بريا عمده ټکي راخيستي او د پېغور په شکل یې ليکلي، چې نتنياهو له ۲۲ مياشتني ځنډ وروسته د خپلې واکمنۍ د شعارونو خلاف د منځني ختيځ څهره بدله نشوای کړای.

    دې اسرائيلي ورځپاڼې ليکلي، چې که څه هم د اسرائيلي پوځ د دویم پړاو د وتلو جزئیات تر اوسه نه دي روښانه شوي؛ خو د جګړې عمومي انځور نه دی بدل شوی او بنیامین نتنیاهو، چې د فلسطین قضيې د ورکېدو خوبونه یې لیدل، نه یوازې دې هدف ته ونه رسېد، بلکې د جګړې پایله د حماس غورځنګ او فلسطینیانو د سیاسي حضور د بیا را ژوندي کېدو په بڼه راڅرګنده شوه.

    هارتس ليکلي، چې دوه کاله وړاندې د حماس غورځنګ مشر یحیی سنوار د سرتېري برید په څېر د جګړې د پیل پرېکړه وکړه؛ خو له دوه کلونو سختې جګړې وروسته حماس غورځنګ لا هم د یوه منظم سازمان په توګه موجود ده.

    راپور کاږي چې له سختې جګړې او زیانونو سره سره د حماس مشرتابه، تشکیلاتي نظم او ارتباطي جوړښت تر وروستیو شېبو پوري ساتل شوی او د حماس له منځه هېڅ غړی نه تښتېدلی، نه یې سیاله ډله جوړه شوې او نه یې د تسلیمۍ خپل‌سرې خبرې کړې دي.

    هارتس ورځپاڼې د شنونکو له قوله ويلي، چې د حماس غورځنګ بقاء خپله یوه بریا ده، خو تر دې هم مهمه خبره دا ده، چې دغه غورځنګ له بحث سربېره د جګړې په اوږدو کې هم دوه سترې لاسته راوړنې لري.

    اسرائيلي ورځپاڼې د حماس غورځنګ لومړۍ لاسته راوړنه د فلسطین قضيې په نړیواله کچه مطرح کېدل ګڼلي او په خبره یې حماس وتوانېده چې د فلسطین موضوع یو ځل بیا د نړۍ د سیاسي او ولسي اجنډا په سر کې ځای پر ځای کړي.

    په راپور کې راغلي، چې د نتنیاهو هغه هڅې چې غوښتل یې فلسطین تجزیه کړي او عربي هېوادونو سره له هغوی پرته تړونونه وکړي، ناکامې شوې او اوس د فلسطین نوم د نړۍ په سیاست، رسنیو او مدني ټولنو کې بیا ژوندی شوی، او فلسطين سره نړیواله همدردي په بې‌سارې توګه زیاته شوې ده.

    د اسرائيلو دې مشهورې ورځپاڼې د حماس غورځنګ دوهمه لويه لاسته راوړنه د اسرائیلي بندخونو خالي کېدل بللي او په خبره یې فلسطینیان په دې باور دي، چې د دوی خلک د «صهیونيستي دښمن» لخوا نیول شوي او شکنجه کېږي، نو د هغوی ازادي له هر ډول سیاسي یا نظامي بریا څخه مهمه ګڼل کېږي.

    په نړيواله کچه سیاسي شنونکي دا اقدام د حماس غورځنګ لپاره یو تاریخي پیغام بولي، چې هغوی هر فلسطیني ته دا ډاډ ورکړی، چې که په هر جرم له اسرائيلو سره بندي شي، حماس غورځنګ به یې بېرته راخوشې کوي او همدا باور د دې غورځنګ لپاره د اوږدمهاله ملاتړ سرچینه ګرځېدلې ده.

    هارتس ورځپاڼې د حماس غورځنګ د لاسته راوړنو سربېره د اسرائیلي رژيم ناکامیو ته هم کتنه کړې او وايي، چې اسرائيل د غزې له جګړې داسې راوځي لکه څنګه چې یو پخواني اسرائيلي پوځي چارواکي ویلي و «یو کوچنی کلی د هوايي ځواک درلودونکي قوت پر وړاندې بريالی شو.»

    د اسرائيلي رژيم دې رسنۍ ليکلي، چې که څه هم اسرائيل لا هم د هوايي ځواک برلاسي لري؛ خو د سیاسي تدبیر په برخه کې کمزوری پاتې دی، د جګړې بریاوې یې لنډمهالې دي او د سیاسي لاسته راوړنې بڼه نه لري.

    هارتس ورځپاڼې په پای کې ويلي، چې د جګړې تر ټولو څرګنده پایله دا ده چې د نتنیاهو د پايښت مفکوره ماته شوې، او د فلسطین مسئلې چې د ده په باور ورکه شوې وه، اوس له پخوا ډېر ځواکمنه بڼه غوره کړې ده.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني خبریال عادل راجا د پاکستان خلکو ته: عاصم منیر به پاکستان د اور لمبو ته وغورځوي او خپله به د پخوانیو جنرالانو په څېر اروپا ته وتښتي
    راتلونکي مقاله د افغان حکومت مخالفین؛ د پردیو د اجنډا دوامداره مزدوران

    مربوطه لیکنې

    نړیوال بانک: د سوریې بیا رغونه ۲۱۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري

    22 اکتوبر 2025

    د صهیونیستي رژیم د کورني امنیت شوری رئیس له دندې ګوښه شو

    22 اکتوبر 2025

    د غزې رفح ښار کې د یوه افسر په ګډون دوه صهیونیستي پوځیان وژل شوي

    20 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 اکتوبر 2025

    د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له سلو تنو منسوبینو څخه د موټر چلونې عملي ازموینه واخیستل شوه

    د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د درېیمې پلې لواء د قرارګاه او اړوندو جزوتامونو…

    زلمي خلیلزاد کابل کې له مولوي امیرخان متقي سره کتلي

    22 اکتوبر 2025

    د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ: نه‌ غواړم له پوتین سره بې‌ګټې لیدنه ولرم

    22 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له سلو تنو منسوبینو څخه د موټر چلونې عملي ازموینه واخیستل شوه

    22 اکتوبر 2025

    زلمي خلیلزاد کابل کې له مولوي امیرخان متقي سره کتلي

    22 اکتوبر 2025

    د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ: نه‌ غواړم له پوتین سره بې‌ګټې لیدنه ولرم

    22 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،067 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،002 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،054 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.