د حماس غورځنګ لوړ پوړو مشرانو الجزيرې ټلويزيون ته منلې چې غزه کې د اوربند لپاره امريکا سره په مستقيمو مذاکراتو بوخت دي او په دغه مذاکراتو کې ښه پرمختګ هم شوی دی.
د سرچينې په خبره حماس غورځنګ دغه راز د امريکايي تابعيت لرونکی يو اسرائيلي عسکر هم په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې ازادوي څو په غزه کې اوربند ته لاره هواره شي.