نړیوالو رسنیو د مصري منځګړو له قوله لیکلي، چې حماس اسلامي غورځنګ له صهیونیستي رژیم سره د ۶۰ ورځني اوربند طرحه منلې ده.

ویل شوي، دغې طرحه کې د نیمایي صهیونیستي بنديانو خوشې کول او په بدل کې د یاد رژیم له زندانونو د عمر قید بندیانو په ګډون د یو شمېر فلسطینیانو خوشې کېدل شامل دي.

ورته مهال، د حماس لوړپوړي چارواکي باسم نعیم هم په یوه خبرپاڼه کې د خپل غورځنګ دغه پرېکړه تائید کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version