یو شمېر نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د حماس له لوري توغول شوي تازه توغندي د تلابیب په “هرتزلیا” ښار کې لګېدلي دي.
اسرائیلي چارواکو هم تایید کړې، چې لږ تر لږه اته توغـندي د دوی پر خاوره لګېدلي دي.اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس هم په تلابیب کې د خطر د زنګونو ویډیوګانې خپرې کړي، چې ورسره خلک ځانونه خوندي سیمو ته رسوي.
په راپورونو کې زیاته شوې، چې د یوه راکټ د لګېدو په پایله کې د یوې ودانۍ تخریب شوې برخه هم ښکاري او ویډیوګانې یې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپرې شوې دي.
پر تل ابیب د میزایلو تر لګېدو وروسته د اسـرائیلو هوايي چلند ادارې خبر ورکړی، چې الوتنې یې له خنډ سره مخ شوي دي او سخته ګډوډي یې رامنځ ته کړې ده.دا په تېرو څلورو میاشتو کې لومړی ځل دی، چې پر اسـرائیلو تـوغندیز برید کیږي.
بل لور ته د دغه برید مسولیت حمـاس منلی او یادونه یې کړې، چې دا یې د هغو ۳۶ زره بې دفاع فلسطیني وګړو د وژلو په بدل کې کړی، چې د اسـرائیلي اشغالګرو په روانو بریدونو کې په بې رحمانه ډول وژل شوي دي.
حماس دغه توغندي په داسې مهال اسـرائیلو باندې توغولي، چې د اوربند هڅو سره – سره اسرائیلي اشغالګرو په غزه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
په غزه د اسرائیلو د یرغله تر دې وخته څه باندې ۳۵ زره فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۸۰ زره نور ټپیان شوي دي، د دغې جګړې زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دي.