د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د یو شمېر ډاکټرانو او متخصصینو سره لیدلي دي.
له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یادو ډاکټرانو او متخصصینو په هېواد کې د روغتیايي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د روغتیا او روغتیايي چوپړتیاوو ته یې د اسلامي امارت په جدي پاملرنې خوښي وښوده.
دوی زیاته کړه، روغتیایي سکتور په هېواد کې د کیفیت لوړولو او لازیاتې پاملرنې ته اړتیا لري، ترڅو هېوادوالو ته په غوره توگه روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.
راغلو ډاکټرانو همداراز وغوښتل چې ډاکټرانو ته دې د تخصص او ظرفیت لوړولو فرصتونو د ایجاد برخې ته هم ځانگړې پاملرنه وشي.
یادو ډاکټرانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت ټولو هېوادوالو ته د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د روغتیا سکتور په منل شوو معیارونو برابر کړي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د خپل توان مطابق هڅه کوي چې په روغتیا سکتور کې ښه والی راشي.
که څه هم حکومت د روغتیايي برخې د ښه کولو لپاره هڅې روانې کړې دي؛ خو افغانستان لا هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې ځای لري چې هر کال مېلیونونه ډالر په خپلې روغتیا په نورو هېوادونو کې لگوي.
افغان ناروغان ډېری پاکستان، ایران، ترکیې او هندوستان ته ځي، چې هر کال ترې په درملنه مېلیونونه ډالر لگول کېږي.