د یمن حوثي وسله‌ والو ویلي، چې د اسرائیل بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر یې د “فلسطین-۲” له غږ چټک توغندي په وسیله ویشتلی دی.

د دغو ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي، چې دا عملیات یې د صنعاء د برښنا په سټېشن د اسرائیلي برید په ځواب کې ترسره کړي او له امله یې د هوايي ډګر الوتنې ځنډول شوي او زرګونه کسان پناه ځایونو ته تللي دي.

په ورته وخت کې بيا د اسرائیلي پوځ راډیو ويلي، حوثيانو د غزې جګړې له بیا پیل راهیسې تر اوسه پر اسرائیل ۷۰ توغندي توغولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version