نړیوالې رسنۍ وايي، حوثیانو په سور سمندرگي کې د برېتانیې یوه بېړۍ ویشتې او په بشپړ ډول یې ډوبه کړې ده.
د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د برېتانیې (روبي مار) باري بېړۍ چې دوه اوونۍ وړاندې په سور سمندرگي کې حوثیانو ويشتې وه، په بشپړ ډول ډوبه شوې ده.
د یمن حکومت هم منلې چې روبي مار بېړۍ وروسته له هغه ډوبه شوه، چې د بېړۍ منځ ته اوبه ورغلې او په بشپړ ډول په اوبو کې غرقه شوه.
برېتانیې حکومت ویلي، په یاده بېړۍ کې کیمیاوي سره بار وه.د حماس او اسرائیلو ترمنځ د روانو نښتو له امله په سور سمندرگي کې هم حالت خراب شوي دي.
امریکا او برېتانیې ویلي، په سور سمندرگي کې یې د حوثیانو په گڼو موخو بریدونه کړي دي؛ خو له بل لوري حوثیانو هم گواښ کړی چې د امریکا، برېتانیې او اسرائیلو بېړۍ به په سور سمندرگي کې خپل هدف گرځوي.
له دې وړاندې هم حوثیانو په سور سمندرگي کې د امریکا، برېتانیې او اسرائیلو اړوند بېړۍ په نښه کړې وې؛ خو دا لومړی ځل دی چې د برېتانیې یوه بېړۍ په بشپړ ډول غرقېږي.