د ايران مذهبي مشر ايات الله خامنه ای ویلي امريکايان وايي يو څه، کوي بل څه، هغوی جنګ جوړونکی او جنګ خوښوونکی ملت دی، او ټولو ته معلومه ده چې دوی په عراق او افغانستان کې څه وکړل.
خامنه ای همدا راز ویلي امريکايانو ارام اوکراینيان له روسيې سره جګړې ته په زوره ټيل وهل، داسې يوې جګړې ته چې د کولو هيڅ چانس يې نشته او اوس د یهودانو تر شا ولاړ دي او غواړي سيمه يو بل ناورين ته ټيل وهي.
خامنه ای زياته کړې د امريکا انتخابات چې څوک ګټي دا موږ ته مهمه نه ده، نه يې په اړه بحث مهم دی، د غرب په اړه زموږ پاليسي هماغه ده چې کومه وه، زموږ برخورد يواځې د دوی د تعامل پورې دی چې دوی څه کوي.