د افغانستان په چارو کې د امريکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د جمهوریت د پرځېدو یوازینی لامل یې کمزوري مشران وو.
خلیلزاد د سې شنبې په شپه د لړم په اتمه په خپل اېکس پاڼه ليکلي چې د افغانستان د پرځول شوي جمهوريت مشران ما ملامتوي خو؛ اصلي ملامت دوی دي نوموړي زیاته کړې: «د افغانستان جمهوریت ځکه وپرځېدل چې، مشران یې په حکومت کولو، مذاکره کولو، او جګړه نه پوهېدل او کمزوري وو.»
خلیلزاد همداراز د پرځول شوي جمهوريت مشر اشرف غني ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې: «د نورو د ملامتولو پر ځای، باید په هنداره کې خپل ځان وګوري او اصلي ګرم خلک وویني.»