د امریکا له لوري د افغانستان د اشغال له پیله بیا تر اوسه پورې، زلمی خلیلزاد همېشه د یو مهم لوبغاړي په توګه د امریکا په لاس کې و، د افغانستان په اړه یې د دې هېواد په سیاست کې بېلابیلې چارې ترسره او مهم رول یې لوبولی دی.
دغه افغاني الأصله – امریکایي نوموتی ډیپلوماټ چې د جمهوریت د وروستیو کلونو پر مهال، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی و، په بېلابېلو برخو کې مهم مأموریتونه ترسره او د افغانستان په سیاسي بدلونونو کې یې ژور اغېز لرلی دی.
خلیلزاد هغه څوک و چې د دوحې په خبرو اترو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اړیکو د پُل په نظر ورته کتلی کېدل؛ هغه خبرې اترې چې د فاسد جمهوریت د سقوط، د طالبانو د بیا ځلي حاکمیت او له هېواد څخه د بدنامو سیاسیونو د تېښتې لامل شوې.
لکه څرنګه چې خلیلزاد د دوحې په مذاکراتو کې مهم او اساسي رول لوباوه، د جمهوریت بدنامو چارواکو هغه مهال هڅه کول چې د نوموړي د ستایلو له لارې د بین الأفغاني خبرو اترو په بهیر کې ځان ته یو مناسب ځای پیدا کړي. خو کله چې دا مذاکرات بې پایلې شول او طالبان بیا واک ته ورسېدل، همدې سیاسي څهرو چې پرون یې خلیلزاد د نجات فرښته باله، بیا یې د جمهوریت د سقوط اصلي عامل وباله او په تُندو غبرګونونو سره یې خلیلزاد د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو په غولولو تورن کړ.
که د جمهوریت د پخوانیو سیاستوالو څرګندونو ته وګورو، دوه متضاد او له یوه او بل څخه بدل نظریات او حالات پکې لیدل کېږي؛ په یوه حالت کې خلیلزاد د دوی د هیلو ستوری او د نجات فرښته و، خو په بل حالت کې همدا خلیلزاد له هېواد څخه د خپلې واکمنۍ، چور او چپاول د کمبلې ټولېدو لامل ګڼي.
د بېلګې په توګه، محمد محقق د سولې د بهیر په پیل (د ۲۰۱۸م کال په اکټوبر) کې، په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل: «زلمی خلیلزاد یو تجربه لرونکی ډیپلوماټ دی، موږ هیله لرو چې د هغه په راتګ سره داسې سوله راشي چې د ټولو قومونو حقونه خوندي کړي».
دا خبرې هغه وخت کېدې، کله چې محقق دا تمه درلوده چې ګواکې خلیلزاد به طالبان له جمهوري حکومت سره خبرو ته کېنوي او د ټولو قومونو(د جمهوریت د ټولو فاسدو سیاستوالو) حقوق او ګټې به خوندي کړي. نوموړي هغه مهال د یو بالقوه درېیم ګړي په توګه د خلیلزاد له رول څخه ملاتړ کاوه.
خو د ۲۰۲۱م کال په جون کې، کله چې محقق د خلیلزاد په اصلي نیت پوه شو، په یوه عمومي وینا کې یې وویل: «موږ پر خلیلزاد باور وکړ، خو هغه وپلورلو او زموږ شا یې خالي کړه(زموږ ملاتړ یې ونکړ)». دې څرګندونو په ښکاره له خلیلزاد څخه د دوکې خوړلو نښې او احساس له ځان سره درلوده.
امرالله صالح چې د جمهوریت یو بل فاسد سیاستوال و، هغه هم د خلیلزاد په اړه بېلابېل دریځونه لرلي دي. صالح د ۲۰۱۸م کال په ډسمبر میاشت کې له طلوع نیوز سره د یوې مرکې په ترڅ کې وویل: «که خلیلزاد وکولای شي طالبان د مذاکراتو مېز ته راولي او تاوتریخوالی را کم کړي، دا به د هېواد د امنیت لپاره ګټور ګام وي».
دې څرګندونو د خلیلزاد په اړه د هغه د لومړني مثبت نظر څرګندونه کول، هغه وخت یې فکر کاوه چې شونې ده خلیلزاد به د سولې په خبرو کې د جمهوریت د سیاستوالو موقف او ځای پیاوړی کړي. لږ وخت وروسته دغه خوشبینۍ په تُندو انتقادونو او بې شمېره تورونو واوښتې.
صالح چې په حقیقت وپوهېد، ډیر ژر یې د خلیلزاد په وړاندې سخت دریځ خپل کړ. په ۲۰۲۰م کال کې یې پر خپل ایکس (پخوانی ټویټر) ولیکل: «خلیلزاد د دوحې تړون پټ او محرم ضمایم له موږ پټ کړل او د سولې پر ځای یې طالبانو ته تسلیمي پر مخ یووړه».
د جمهوریت تر پرځېدلو وروسته، صالح د ۲۰۲۱م کال په سپټمبر کې کې بیا پر خپل ایکس ولیکل: «خلیلزاد د سترې دوکې طراح و. هغه په مسکا سره افغانستان پر طالبانو وپلوره».
هېواد ته د امریکا د وروستي پلاوي سفر چې زلمی خلیلزاد هم ورسره ملګری و، داسې مهال ترسره شو چې د پرځېدلي جمهوریت چارواکو د دې هیله درلوده، چې امریکا به د طالبانو په وړاندې بدل دریځ غوره کړي، خو دې سفر د بهر مېشتو مخالفینو ټولې ستړې هیلې او خوبونه له خاورو سره خاورې کړل او د دوی د هیلو دا وروستۍ دروازه یې هم په بشپړه توګه ونړول.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د خلیلزاد او امریکایي پلاوي سفر، د جمهوریت د سیاستوالو غوصې راپارولې او د دوی ژور زخمونه یې بېرته راتازه کړي. له همدې امله دوی یو ځل بیا خلیلزاد په تورونو او بېلابېلو افتراګانو سره په نښه او د سقوط د معمار لقب یې ورکړی دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.