خوست کې د جامعه تجوید القران مدرسې د فارغینو په مناسبت د مصر، ایران او پاکستان څخه د راغلیو حافظانو په شتون کې د حسن قرئت محفل او د یادې مدرسې د حافظانو د فراغت مراسم ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د یاد وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د خوست ولایت والي مولوي عبدالقیوم روحاني او ګڼ شمېر نورو مسئولینو او زرګونه هېوادوالو ګډون کړی و.
په دغه مراسمو کې خلیفه سراج الدین حقاني د خپلې وینا پر مهال د بهرنیو حافظانو راتګ افغانستان ته نېک اقدام بللی او ویلي یې دي چې دوی په جرئتمندانه ډول کولای شي افغانستان ته راشي او د حسن قرائت په مراسمو کې ګډون وکړي.
ښاغلي حقاني له مدرسې څخه فارغ شویو حافظانو ته مبارکي ورکړې او ویلي دي چې، د قران کریم لار د عزت او عظمت لاره ده، عاملین یې د جهان پرمخ تر ټولو نېکمرغه او مخالفین یې نابود او بدمرغه دي.