د خوست امنیه قومندانۍ له لوري، د ښار په بېلابېلو سیمو کې د جرمي پېښو د مخنیوي، امنیتي ثبات ساتنې او ښاري نظم د ټینګښت په موخه لسګونه ثابتې او متحرکې امنیتي کامرې نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

کورنیو چارو وزارت ویلي، یاده پروژه چې ۳.۵۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی، د یاد وزارت له لوري تمویل او د خوست امنیه قومندانۍ له‌خوا پلي شوې ده.

وزارت زیاته کړې، چې د دغو څارونکو کامرو نصب به د جرمي پېښو په کنټرول، مجرمانو د پیژندنې او ژر نیولو کې مهم رول ولوبوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version