د خوست ولایتي مسئوولین وایي، چې د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ لپاره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴ لویې او وړې پروژې منظورې شوي، چې د ۶هغو یې عملاً چارې پیل شوي دي.
ځايي چارواکي وایي، چې په دغو پروژو کې د پلونو، جومات او کلینک جوړول، د ښوونځیو بيا رغونه او نورې رغنیزې پروژې شاملې دي.
هېره دې نه وي چې، واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو وروسته په ټول هېواد کې د متوازن انکشاف په موخه بېلابېلې پروژې منظورې شوي.