د خوست د ښاروالۍ مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې د ۶۶ مېلیونه افغانیو په لگښت څلور پروژې گټه اخیستنې ته سپارلې دي.
د خوست ښاروال بسم الله بلال وايي، د ۱۴۰۲ کال ۴ پروژې چې د ښار داخلي سړکونه، لښتي او پیاده روونه پکې شامل دي د ۶۶ مېلیونه افغانیو په لگښت سره د ښاروالۍ له بودیجې په بنسټیز ډول په اوله، دویمه او درېیمه ناحیه کې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.: «خوست ښاروالۍ د ۱۴۰۳ کال لپاره ۳۲ پروژې پلان کې نیولې او شاوخوا ۴۰۰ مېلیونو افغانیو په لگولو سره به بشپړېږي چې د ۲۱ مېلیونو افغانیو په قیمت یې د لومړۍ پروژې بنسټ ډبره کېښودل شوه.»
نوموړي وویل، د خوست ښاروالۍ د ښار پراختیايي پلان او رغنیزو پروژو ته لومړیتوب ورکوي او په روان کال کې به هم ځینې پروژې گټه اخیستنې ته وسپارل شي.
اوسمهال په هېواد کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو له لوري سلگونه غټې او وړې پروژې تر کار لاندې دي، چې د رغنیزې گټې سربېره پکې سلگونه ځوانان هم بوخت دي.