د خوست ولایتي مسوولین وايي، دغه ولایت کې ۳۶ ټنه بېکیفیته او چنجنې وریجې چې له پاکستان څخه دغه ولایت ته راوړل شوې وې، بېرته یاد هېواد ته مستردې شوې دي.
د خوست ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د غلامخان بندر نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو له لوري دغه وریجې بېرته پاکستان ته لېږدول شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وریجې په يو ټيلر موټر کې بار وې او د یوه سوداګر له لوري پاکستان څخه خوست ته واردېدې، بېرته پاکستان ته لېږل شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې د نباتي قرنطین کارمندانو له لوري له نږدې چیک او کنټرول وروسته چې یاده سیله وریژه په نباتي حشراتو او چینجیو ککړه وه، له همدې امله بېرته پاکستان ته مسترد کړل شوه.
خبرپاڼه کې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه شوې چې هېواد ته دې باکیفیته او روغ محصولات وارد کړي.