د ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونو د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې دوه تنه له ۹۵ میله توپنګچو او ٢۵۰۰ فیره مرمیو سره نیولي.

د یاد وزارت په وینا، نیول شویو کسانو یادې وسلې او مهمات په یوه عراده الټو ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي و او غوښتل يې له پاکستان څخه یې افغانستان ته انتقال کړي نیول شوي دي.

ملي دفاع وزارت ډاډ ورکړی، چې دفاعي ځواکونه خپلو دندو ته ژمن دي او هیچا ته به د ورته کړنو اجازه ورنکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version