د خوست د احصایې او معلوماتو ریاست وايي، پرو سږکال(۱۴۰۲ل) کې په ټولیز ډول په دغه ولایت کې ۱۳۶زره او ۲۹۳ تنو ته پېژندپاڼې وېشل شوي، چې ۹۰زره او ۱۴ تنو برېښنايي او ۴۶زره او ۲۷۹ تنو یې کاغذي پېژندپاڼې اخیستې دي.
د خوست د احصايې او معلوماتو ریاست چارسمبالی او د نفوسو د احوال ثبتولو امر هدایت الله همت وايي چې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د تر لاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.: «د مرکز په گډون د دې ولایت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او پرو سږکال د يادو دفترونو له لارې توانېدلي دي چې ۳ زره او ۳۵۲ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او ۵ زره او ۱۳۸ نورو کسانو ته د ژوند پېښو اړوند خدمتونه وړاندې کړي.»
د همت په خبره، په خوست کې یوه د اسان خدمت څانگه او درې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانگې فعالې دي چې غوښتوونکو ته د نویو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی تذکرې وېش، د زېږونونو، ودونو او مړینو ثبت) هم وړاندې کوي.
له تېرو څه باندې اوو کلونو راهیسې په هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل شوې ده؛ خو تر اوسه یوازې څه باندې ۳ مېلیونه کسانو برېښنايي پېژندپاڼې اخیستې او لا هم مېلیونونه خلک کاغذي پېژندپاڼې اخلي.