د کورنیو چارو وزارت وايي، په خوست کې د ترهگرۍ سره د مبارزې پولیسو په تېرو دوو میاشتو کې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۱۴ کلاشینکوفونه، پینځه میله توپانچې، یو میل راکټ، یو میل پیکا، زرگونه د کلاشینکوف او پیکا مرمۍ، شپږ مخابرې، ۱۷ فشاري لاسي بمونه، یوه د ماین پاکۍ موتر ډوله اله او یو شمېر د شپې دوربینونه، جیمر او نور بېلابېل مهمات تر لاسه کړي دي.
له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو وسلو او مهماتو په تړاو ۲۳ تورن کسان هم نیول شوي چې عدلي او قضایي ارگانونو ته سپارل شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې، د کورنیو چارو وزارت پولیسو په شپږو ولایتونو کې ۲۵ تنه د غلاوو، وژنې، جوارگرۍ او نامشروع اړیکو په تړاو نیولي دي.: «هرات کې پینځه غله او دوه تنه د وژنې په تړاو، بلخ کې دوه غله او پينځه تنه د جوارگرۍ په تړاو، هلمند کې یو تن د لسگونه زره افغانیو، موټرونو او د کور د سامانونو د غلا په تړاو، څلور مجرمین په کندوز، یو تن په غزني کې د نامشروع اړیکو په تړاو او یو غل په سمنگان کې نیول شوی دی.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، پولیس د هېوادوالو د خوندي او ارام ژوند لپاره شپه او ورځ هڅه کوي او مجرمین د قانون منگولو ته سپاري.