Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»خیالي جبهې له زوال سره مخ دي
    لیکني

    خیالي جبهې له زوال سره مخ دي

    عمران آغاعمران آغا30 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: سید مصطفی سادات

    د خیالي جبهو او د شر او فساد د غړو تر منځ اختلافات ولې او پر څه رامنځته شوې؟ اصلي موخې یې څه دي، چې په دې وروستیو کې د شر او فساد مقاومت جبهې غړي د ازادۍ په نوم خیالي جبهې سره یو ځای کېږي؟ ایا د دغه شریرو عناصرو تر منځ کوم خاص توپیر لیدل کېږي چې له یوې جبهې بلې ته ځي؟

    د دغه پوښتنو ځوابونه ښکاره دي؛ د دوی تر منځ اصلاً مادیات مطرح دي چې، د ورانکارو او تبلیغاتي فعالیتونو د ترسره کولو په مقابل کې پیسې پر وخت نه ورکول کېږي، د دې په مقابل کې د خیالي جبهو غړي جاسوسي کوي او یو بل ته امنیتي ستونزې پیدا کوي.

    تازه د یوې خالي جبهې غړي عیسی محمدي او د شر او فساد ازادۍ جبهې مرستیال عبدالستار حسیني تر منځ محرم رازونه او غږیزې مکالمې افشا شوې دي، د دې رازونو افشا کېدل خورا ډیر ابعاد لري، خو برحال یې په لنډغرو کې خپل منځي اختلافات په لوړه کچه ډېر کړې دي.

    د شر او فساد ازادۍ جبهې مرستیال عبدالستار حسیني په دې هڅه کې ده چې، عیسی محمدي خپلې خیالي جبهې ته په پوره توګه ور جلب کړي او د خپلې جاسوسۍ په بدل کې له نوموړي څخه په فرهنګي او مطبوعاتي برخه کې د خپلو رقیبانو پر ضد استفاده وکړي.

    د عیسی محمدي په الفاظو چې وايي، “زه خپله یو مذهبي او مطبوعاتي انسان یم او په دې برخه کې کافي تجربه هم لرم، هغه مسایل چې اسلامي شریعت پورې تړلي وي، کولای یې شم چې یوه لار ورته پیدا کړم، خو په امنیتي او نظامي برخو باندې اګاهي نه لرم”. یعنې نوموړی غواړي د بغاوتګرو لپاره د خپل ناقص علم له مخې، د اسلامي شریعت احکام په خپل تعبیر تبلیغ کړي او د بغاوت لپاره دلایل وتراشي.

    د شر او فساد لارویان شرعي ارزښتونو ته قایل نه دي، خو دا چې د افغانستان ملت متدین دی او شرعي ارزښتونه یې له سرو کرښو څخه شمېرل کېږي؛ له همدې امله د خیالي جبهو مشران له شریعت څخه هم په خپل تعبیر استفاده کوي او د خپلې ناروا جګړې لپاره په پلورل شویو جاسوسانو دلایل جوړوي.

    د محرمو رازونه او مکالمو له را برسېره کېدو داسې معلومېږي، چې خيالي جبهې نور له زوال سره مخ دي او ډېر ژر به تیت او سره و پاشل شي. له دې وړاندې هم د پرځیدلي جمهوریت ډیری کلیدي افرادو له دغه خیالي جبهو څخه لار جلا کړې او حقایق یې درک کړې دي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد شر او فساد ډله د نفاق په لټه کې
    راتلونکي مقاله اقتصادي معاونیت: د سټنډرډ عالي شورا له لوري بېلابېلو برخو کې ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول

    مربوطه لیکنې

    پنځه روایتونه او واقعیتونه؛ د تبلیغاتي جنګ او فکري برلاسۍ ابزار

    11 جنوري 2026

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    8 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 جنوري 2026

    اندونیزیا کې د رېښتر په کچه ۷.۱ درجې زلزله شوې

    په اندونیزیا کې د زلزلو د څار حکومتي ادارې راپور ورکړی، چې دغه هېواد «تلاود»…

    هندي ځواکونو د پاکستان هغه ډرون نيولې چې د وسلو د قاچاق لپاره کارول کېده

    11 جنوري 2026

    بهرنیو چارو وزارت کې د ډیپلوماسۍ پنځه ورځنۍ تخصصي روزنیزه دوره ترسره شوه

    11 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اندونیزیا کې د رېښتر په کچه ۷.۱ درجې زلزله شوې

    11 جنوري 2026

    هندي ځواکونو د پاکستان هغه ډرون نيولې چې د وسلو د قاچاق لپاره کارول کېده

    11 جنوري 2026

    بهرنیو چارو وزارت کې د ډیپلوماسۍ پنځه ورځنۍ تخصصي روزنیزه دوره ترسره شوه

    11 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.