لیکوال: اېمل پښتون
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د اشغال په شل کلنه دوره کې، په دې ډېر کار وشو، چې د افغانستان له نوم سره خلک حساس کړي، په یاد هېواد کې دغه نوم یوازې په یو قوم پورې وتړي، او دې ته همزمان کار کېده، چې په افغانستان کې د مېشتو نورو قومونو له دغه نوم سره یعنې افغان او افغانستان سره حساسیتونه را وپاروي، او خلک په ښکاره نعرې ووهي، چې «ما افغان نیستم» او حتی د تابعیت تذکرې هم له دغه هویت څخه واړوي، چې د ملت او دین د انتخاب ستون له پېژندپاڼې څخه حذف کړي.
او په ورته وخت کې د داعش په خراسان څانګه هم کار روان وو، ترڅو داسې یوه ډله د داعش تر عنوان لاندې اېجاد کړي، چې د شل کلنې دورې کرلی تخم پکې رازرغون کړي، ځینې خلکو ته هیلې او ارمانونه ور پیچکاري کړل شوي وو او دلته تیار دومره قومي تعصبات شیندل شوي وو، چې د یادې ډلې راتګ ته ځینې ډلې او کړۍ د افغان پر ضد داعش ته لبیک ووایي، ترڅو د قومي تعصباتو په سلسله کې د هېواد موجوده نظام وننګوي.
داعشیانو څه موده وړاندې د «پیغام» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه او د پنجشیر له خلکو او د افغانستان د شمالی ولایتونو له اوسېدونکو او همداراز د مقاومت له جبهې یې په کنایي ډول غوښتي وو، چې له دوی سره همکار او متحد و اوسي.
داعش او د احمد مسعود د مقاومت جبهه دوه نومونه لري خو په حقیقت کې یو دي او دوی په پاریس کې له داعش ترهګرو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د امریکا د ړانده ضمیر یو دلیل دا وو، چې د دوی له تېښتې وروسته اسلامي امارت د داعش، مقاومت او د سي آی اې روزل شوي کسان، به اسلامي امارت ته مشکلات اېجاد کړي، امریکا پر دې ډاډه وه، فکر یې کاوه چې اسلامي امارت د ۷۰مې لسیزې حکومت دی، خو د دې ړندو دغه خندونکي خنډونه اسلامي امارت ټول له بنسټ او بېخ څخه و ایستل.