د دایکندي د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت د مرکز نیلي په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې د ۲۰ ښوونځيو د بیا رغولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست د انجنیرۍ مدیر انجنیر علي خان ویلي، چې د مرکز نیلي په ګډون په شهرستان، اشترلي، میرامور، پاتو، سنګتخت و بندر، خدیر، کیتي او کجران ولسوالیو کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰ ښوونځیو ودانۍ بیا رغول کېږي، چې د یو شمېر ښوونځیو د بیارغولو عملي چارې پیل شوې دي.
د يادونې وړ ده چې په وروستيو درې کلونو کې د هېواد پوهنيز نظام ته د بشپړې پاملرنې په پايله کې د سلګونه ښوونځيو د رغونې او بيا رغونې پروژې پلې شوي، زرګونه ښوونکي جذب شوي، تعليمي نصاب اصلاح شوی، او په دې برخه کې بې شمېره نور پرمختګونه شوي.