د ایکندي د احصایې او معلوماتو ریاست وايي، پرو سږکال ۱۴۰۲ کې په ټولیز ډول په دغه ولایت کې ۶۶زره او ۹۵۹ تنو ته پېژندپاڼې وېشل شوي، چې ۴۳ زره او ۷۳۱ برېښنايي او ۲۳ زره او ۲۲۸ تنو یې کاغذي پېژندپاڼې اخیستې دي.
د دایکندي د احصایې او معلوماتو ریاست رئیس عبدالرشید حمیدي وايي، د مرکز په گډون د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او پرو سږکال د یادو دفترونو له لارې توانېدلي، چې ۳ زره او ۲۸ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۶ زره او ۹۱۶ کسانو ته د ژوند پېښو (۶زره او ۱۴۶ زېږون کارتونه او ۷۷۰ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د حمیدي په خبره، په دایکندي کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش یوه څانګه فعاله ده چې غوښتوونکو ته د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی تذکرې وېش، د زېږونونو او ودونو ثبت) هم وړاندې کوي.
که څه هم د احصایې او معلوماتو ریاست په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش خبره کوي؛ خو لا هم په ټول هېواد کې دغه پروسه ټکنۍ ده او ډېر خلک غواړي چې د برېښنايي پېژندپاڼو پر ځای کاغذي پېژندپاڼې واخلي.