د افغانستان وروستيو څو لسیزو سیاسي جريان ته په کتلو د مقاومت اول/دوهم په نوم جبهې د واک د تندې يوه پردۍ پروژهيي جبهه ده چې له احمدشاه مسعوده تر احمد مسعوده پورې يې په تېر او اوس کې د ملي تر سيوري لاندې واک ته د رسېدو او ساتلو لپاره د بېلابېلو استخباراتي سازمانونو د نقشو د عملي کېدو کليدي لوبغاړي پاتې شوي دي او لا یې هم یاده چاره میراث ګرځېدلې.
د روسیې پر وړاندې د افغانانو مبارزه «جهاد» چې د يوې مثالي مبارزې نوم یې خپل کړی و/ده، له برياليتوب وروسته د همدې ټلوالې له لوري ثمر ته و نه رسېد او د واک پر سر د خپلمنځي شخړو په پيلولو سره یې هم د ميلونونو شهيدانو له وينو سره خيانت وکړ او ترڅنګ یې د اسلامي نظام د حاکميت مخنيوی هم وکړ.
احمد شاه مسعود د يوه ملي اتل په نوم خلکو ته وروپېژندل شو خو اصلاً هاغه وخت هم احمد شاه د بهرنيو استخباراتو، په ځانګړې توګه د CIA، سعودي، او پاکستاني ISI تر ملاتړ لاندې تمويل کېده؛ د دې سازمانونو سره سره یې د روسیې له استخباراتو سره هم د دې په خاطر پروتوکول لاسليک کړی و چې روسي ځواکونو سره به جګړه نه کوي.
د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، د مسعود تر مشرۍ لاندې تنظيمونه کابل ته ننوتل او د واک پر سر یې د نورو مجاهدو تنظيمونو سره جګړه پیل کړه. د همدې جګړو له امله سلګونه زره کسان ووژل شول، ميليونونه کډوال شول او پلازمېنه کابل په کنډواله بدل شو.
د طالبانو تر ظهور وروسته، مسعود د شمالي ټلوالې (مقاومت) مشري وکړه، چې د ايران، روسيې، هند او نورو بهرنيو هېوادونو لخوا تمويلېده. دا ټلواله (مقاومت) يواځې د طالبانو پر ضد نه، بلکې د واک د ساتنې لپاره جنګېده.
د ۲۰۰۱م کال د يرغل پر مهال، د «ملي مقاومت» «چې اصلاً ملي خاينین دي» په نوم مشران، چې هغه وخت د «شمالي ټلوالې» په نوم يادېدل، له امريکا، ناټو، او متحدو هېوادونو سره د امارت پر ضد د نظامي او استخباراتي همکارۍ په برخه کې مهم رول ولوباوه.
د احمد شاه مسعود له وژل کېدو وروسته شمالي ټلوالې (مقاومت) مشرانو د امريکا CIA ته د طالبانو د پټنځایونو، قوماندانانو او نظامي موقعيتونو په اړه معلومات ورکول او ترڅنګ یې د امريکا هوايي بمبارۍ د شمالي ټلوالې ځمکنيو ځواکونو (لکه عطا نور، فهيم او…) د طالبانو پر ضد جګړه وکړه او په بدخشان، تخار، پنجشير او شمال کې یې د امريکا او ناټو ځواکونو ته نظامي مرکزونه او هډې ورکړې.
د شمالي ټلوالې مشران تر ډېره د امريکا د نوې ستراتېژۍ همکاران پاتې شول، چې هدف یې د طالبانو ځپنه، کمزوري کول او افغانستان ته د اوږدمهاله پوځي حضور زمینه برابرول وو.
د احمد مسعود راڅرګندېدنه هم د يوې نوې سياسي سوداګرۍ پيل دی او غواړي چې د پلار په څېر د پرديو استخباراتي سازمانونو سره د افغان ولس پر وړاندې د شرقي او غربي هېوادونو ترسیم شوې نقشې پلې کړي او يوه بله جګړه د افغانستان پر ولس او خاوره وتپي.
له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې، دا سیاسي مشران د امریکا لخوا تمویل، تجهیز او پیاوړي شول. خو د ملت د تمثیل پر ځای یې د خپل قوم، تنظیم او قدرت د بقا لپاره د پردیو پالیسۍ عملي کړې.
د طالبانو دوهم ځل واک ته رسېدو سره سم یو ځل بیا همدا خلک چې د “دوهم مقاومت” ادعا کوي، له افغانستان څخه پښې سپکې او وتښتېدل؛ یاده ډله چې د ناټو په شتون کې یې هېڅ هم ونکړل اوس بیا د امریکا، فرانسې او نورو لوېدیځو هېوادونو څخه د پوځي مرستو غوښتنه کوي او دا د دوامداره مزدورانه سیاست دوام دی؛ تر شوروي، ایران، هند، روسیې او امریکا پورې، د دوی سیاست تل د بهرنیو وفادارۍ په محور پاتې شوی دی.
د امریکایي هډو لپاره د (مقاومت) لېوالتیا د دې ښکارندويي کوي چې دا ډله د ملت استازیتوب نه کوي، بلکې د امریکا وفادار او قرارداديان پاتې شوي دي او يو ځل بیا غواړي چې د بهرنيو ځواکونو تر چتر لاندې واک ته ورسېږي.
یادې ډلې د روسیې پر وړاندې له جګړې څخه تر اوسه پورې داسې سیاستونه خپل کړي چې د افغانستان پر پلور بناء و/دي او هڅه يې کړې چې ياده چاره میراثي کړي (له پلاره وروسته زوی…) او ځانونه امريکا ته د وفادارۍ اصل محور وګرځوي او واضح پیغام ورکړي چې په هر زمان او مکان کې ستاسې هر خدمت ته لاس په نام ولاړ و/يو.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.