Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»درې کاله وروسته بيا هم امريکا د شر او فساد لارویان ناهيلې کړل!
    لیکني

    درې کاله وروسته بيا هم امريکا د شر او فساد لارویان ناهيلې کړل!

    عمران آغاعمران آغا8 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: شمس الله شهير

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    په خواله رسنيو کې خبر تر سترګو کېږي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، دوی په افغانستان کې د وسلوالې مبارزې يا جګړې ملاتړ نه کوي.

    په دې اړوند نورې خبرې هم شوې دي، خو دا برخه خبرې د هغوی لپاره بېخي د اټوم په شان دي، کوم چې د همدې بادار پرمټ د هوا له لارې پر افغانستان واکمن شول، دلته يې د قدرت جزاير رامنځته کړل، د ملت له وينو یې ميلياردونه ډالر ترلاسه کړل او هيواد يې د نورو د نیابتي جګړو په میدان بدل کړی وو.

    درې کاله وړاندې د رب په نصرت، د اسلامي نظام د سپاهيانو په قربانيو او د ولس په ملاتړ دلته وروستۍ او دريمه امپراتورۍ امريکا او ناټو له ماتې سره مخ شوه؛ درې کاله کېږي چې ولس له يو قوي، مرکزي حکومت او سراسري امن سره د پرمختګ په حال کې دی.

    خو د امريکايي بادارانو تر سیوري لاندې چاغ شوي او مطرح شوي پردي پال هم د خپلو بادارانو له ماتې سره له دې پاکې خطې د رب په نصرت او د ولس په قربانيو ورک شول.

    دوی له دې ځایه له تښتېدلو سره له لاسه ورکړو خوندونو او لذتونو د بيا اعادې په موخه د شر او فساد په نومونو بيلابيلې ډلې د خپلو بادارانو په کور کې رامېنځه کړې.

    دا ډلې د بيلابيلو اشخاصو لخوا د ځان مطرح والي، بادارانو ته د بيا غلامۍ او د هيواد د شته امنيت او پرمختګ د لمنځه وړلو لپاره رامنځته شوې، چې د ملي مقاومت، د افغانستان ازادۍ او متحدې په نومونو د جبهو يادونه کولای شو.

    دوی يوازې خيالي او ميډيايې شتون ښودلی او په عمل کې يې که په تېرو دريو کلنو کې هم سر را پورته کړی وو، له را پورته والي سره ځپل شوي او له شر او فساد يې دا خاوره پاکه او ساتل شوې ده.

    خو دې ټولو د اولې ورځې د ايجاد څخه دا هيله وه، چې خپل اصلي بادار امريکا به يې ملاتړ کوي او د همدوی په ملاتړ به بيا د پراشوټ له لارې افغانستان کې واک ترلاسه کوي او د بادارانو خدمت ته به‌ دوام ورکوي.

    خو دا درې کاله يې دا هيلې د وخت په تېرېدو سره د پوره کېدو په ځای د لمنځه تللو او په يو خيال او محال د بدلېدو په درشل کې دي.

    له روسېې، چين او نورو خو يې له اوله هيلې پرې وې، خو څو مياشتې وړاندې یې انګلستان هم ډيرې هيلې ور پرې کړې، هغوی اعلان کړی وو چې د هيڅ هغې وسلوالې ډلې ملاتړ نه کوي چې د افغانستان واکمن حکومت په وړاندې وسلواله مبارزه ترسره کوي، په يادو خبرو سره د دوی ټولې هيلې او تمې امريکا ته پاتې شوې.

    خو‌ د امريکا لخوا بيا د دوی نه ملاتړ د دوی د لمنځه تګ او هرڅه په میډیا کې د انلاين مقاومتو او ډلو پورې منحصره پاتې کېدو په حال کې ښکاري.

    دا دی درې کاله وروسته امريکا بيا د اشغال پرمهال د سترو شويو ډلو ټپلو او خیالي مقاوموتونو هيلې په اوبو ور لاهو کړې او داسې ښکاري چې د دوی هرڅه يوازې تر ميډيا پورې منحصر شول او په عمل کې يې انجام په تېرو دريو کلنو کې ښه معلومولای شو.

    مخکینۍ مقالهقومونو او قبايلو چارو وزارت تېر کال د هېواد په کچه سلګونه شخړې او دښمنۍ حل او فصل کړي
    راتلونکي مقاله احمد مسعود: بهرني مالي ملاتړ ته اړتیا لرو.

    مربوطه لیکنې

    پنځه روایتونه او واقعیتونه؛ د تبلیغاتي جنګ او فکري برلاسۍ ابزار

    11 جنوري 2026

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    8 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 جنوري 2026

    د برښنايي اداينو د عمومي ستراتيژۍ پر پلي کولو بحث شوی

    د افغانستان بانک وايي، چې د ياد بانک د لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد په مشرۍ،…

    پکتيکا کې درې هټۍ د پاکستاني کلدارو د کارونې له امله مهرو لاک شوې

    11 جنوري 2026

    د سومالیا دفاع وزیر: صهیونیست رژیم هڅه کوي فلسطینیان سومالیا لېنډ ته کډوال کړي

    11 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د برښنايي اداينو د عمومي ستراتيژۍ پر پلي کولو بحث شوی

    11 جنوري 2026

    پکتيکا کې درې هټۍ د پاکستاني کلدارو د کارونې له امله مهرو لاک شوې

    11 جنوري 2026

    د سومالیا دفاع وزیر: صهیونیست رژیم هڅه کوي فلسطینیان سومالیا لېنډ ته کډوال کړي

    11 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.