د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو ځواکونو ننګرهار کې له پاکستان څخه تازه راستنو شویو او بېوزله ۶۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

سرچینه زیاتوي، چې د یادې قول اردو ځواکونو پر دې سربېره د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې د جګړې سنګر هم تود ساتلی دی.

د ویلو ده، چې افغان ځواکونو تر دې وړاندې هم له بېوزله کورنيو سره بېلا بېلې مرستې کړي دي.
#هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version