د افغان حکومت ویاند او د دوحې درېیمه ناسته کې د افغان حکومت پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان، قطر، ازبکستان او پاکستان هېوادونو تر منځ د افغان ټرانس پروژې د ژر پیل او پشپړېدو په اړه خبرې شوې دي.
دغه ناسته قطر کې د دوحې درېیمې ناستې پای ته رسېدو وروسته ترسره شوې، چې د ټرانس پروژې په اړه په کې هر اړخیز بحث شوی دی.
اقتصادي کارپوهان د افغان ټرانس پروژه د افغانستان لپاره مهمه بولي او وایي، چې له دې لارې به منځنۍ او سویلي اسیا د افغانستان له لارې وصل شي.
د معلوماتو پر اساس د افغان ټرانس پروژه له ازبکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ غځولو یوه مهمه او با ازرښته پروژه ده.