Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»دوه ژبې یوه اجنډا؛ احمد مسعود د چا دښمن او د چا دوست دی؟
    تورې څېرې

    دوه ژبې یوه اجنډا؛ احمد مسعود د چا دښمن او د چا دوست دی؟

    صابر افغانصابر افغان19 جون 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    احمد مسعود یو څو مخیز او بدلېدونکی شخصیت دی چې د سیمې او نړۍ د استخباراتي قدرتونو په لاس کې د نانځکې په څېر لوبېږي؛ د خپلو شخصي ګټو او نمایشي جبهې لپاره کله د یو هېواد دروازه ټکوي او کله هم بل هېواد ته د سوال لاسونه اوږدوي.

    احمد مسعود د پردیو بادارانو تر دروازو په منډو ترړو او سرګردانۍ کې خپل پلار احمدشاه مسعود ته ورته دی، هغه بدنامه څهره چې په کارنامو کې یې د ګاونډیو هېوادونو لپاره ښکاره چوپړ او له خپل هېواد سره یې ښکاره خیانتونه ثبت کړي دي.

    احمد مسعود نه یواځې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته، بلکې د امریکا د اشغال پر مهال هم د خپلو شخصي ګټو او ناولو اهدافو لپاره، هر ناولي لاس ته لاس ورکړی او د ډېرو بادارانو د غلامۍ پړی یې په غاړه کړی دی.

    د جمهوریت تر پرځېدو او د مسعود د کورنۍ د سیاسي زوال تر نږدې کېدو وروسته، احمد مسعود ډېرې هڅې وکړې چې خپل سیاسي دریځ وساتي؛ یوه داسې باطله هیله چې له یوه خیال او لیونتوب پرته نور هیڅ نه و.

    نوموړي په دې موده کې هرې دروازې ته ودرېد او هر چاته یې پناه یووړه، تر څو سیاسي یا مالي ملاتړ ترلاسه کړي، تر دې چې په پوره بې‌ شرمۍ سره یې آین صهیونیستي رژیم ته هم د سوال لاس اوږد کړ.

    هغه رژیم چې نه یواځې اسلامي امت، بلکې ډېری غیر اسلامي هېوادونه هم د دوی له جنایتکارو سیاستونو څخه کرکه لري او هڅه کوي چې د ماشومانو له دې قاتل رژیم څخه خپله لاره بېله کړي.

    په تېرو څو ورځو کې چې د صهیونیستي رژیم او ایران ترمنځ تاوتریخوالی ډیر شوی، د مسعود د جعلي مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې پر ایران د صهیونیستي رژیم وروستي بریدونه وغندل او ښکاره تېری یې وباله.

    دې اعلامیې وښووده چې د دې جبهې مشران، په ځانګړي ډول احمد مسعود څومره دوه‌ مخي او دوکه باز دي، که احمد مسعود په رښتیا د عدالت په اړه غږیږي او ځان د مظلومانو مدافع بولي، هېڅکله به هم د صهیونیستي رژیم دروازې ته نه درېده.

    دا اعلامیه ډیر په زغرده څرګندوي چې د مسعود جبهه لکه د احمدشاه مسعود په وخت کې چې وه، د مظلومانو په وړاندې هېڅ د مسؤلیت احساس نه لري او یواځې هغې خواته منډې وهي چې ګټې یې وي. له شخصي او ډله‌ ییزو ګټو پرته، بل هېڅ فکر او انګېزه ورسره نشته.

    له داسې دوکه بازو څهرو سره د ایران د تعامل او چلند په اړه باید ووایو: د دوی په دروغجنو شعارونو او ادعاوو باید دوکه ونه خوړل شي، تېر ژوند او تاریخ ته یې په کتو، روښانه کېږي چې دا خلک نه په ژمنه ولاړ دي او نه د اصولو پروا لري، بلکې یواځې هلته ځي چې ګټه یې خوندي وي.

    لکه څرنګه چې د جمهوریت له پرځېدو راهیسې تر اوسه پورې، کله امریکا، اسرائیلو او لوېدیځ ته پناه وړي او کله چې ناهیلي شوي، ځانونه یې پاکستان، تاجکستان او اوس ایران ته رسولي دي.

    په پایله کې دا واقعیت په ډیره ښه توګه روښانه کېږي چې احمد مسعود او د هغه جعلي جبهه نه یواځې ثابته تګلاره او روښانه دریځ نه لري، بلکې د وچې پاڼې په څېر یې باد هرې خواته په مخه کوي، چیرته یې چې لنډ مهالې ګټې وي، هماغه لوري ته حرکت کوي.

    له شک پرته دا ډول خلک چې تاریخ یې د اسلام له دښمنانو سره له ملګرتیا، له اشغالګرو سره د معاملې او د خپلو هېوادوالو په حق کې له خیانتونو ډک دی، هېڅکله نشي کولای د آزادو دولتونو او ملتونو لپاره د باور وړ شریکان جوړ شي.

    ځکه خو له داسې فرصت‌ طلبو څهرو سره هر ډول تعامل، د ملي امنیت، سیمه‌ ییزو ګټو او د هېوادونو د آرمانونو لپاره یو جدي ګواښ وي؛ یو داسې ګواښ چې پایلې به یې نه جبرانېدونکې وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اسرائيلو اعتراف؛ د ايران وروستي توغندي د ټکنالوژۍ له اړخه بې ساري وو
    راتلونکي مقاله پر پوځي موټر د پاکستاني طالبانو بمي برید؛ شپږو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    مربوطه لیکنې

    له نړۍ ناهیلي مخالفین د اختلاف او لار ورکۍ په ګرداب کې

    14 جولای 2025

    تښتېدلي مخالفین؛ له امریکا څخه یې ګیلې او پر لویدیځوالو نیوکې

    12 جولای 2025

    د امرالله صالح حربه؛ د مهاجرینو له زخمونو سیاسي ګټه‌ اخیستنه

    8 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 19 جولای 2025

    امريکا کې د ماين چاودنې له امله درې پوليس وژل شوي

    د سي‌بي‌اېس خبري شبکې د راپور له مخې د امریکا په لاس انجلس کې د…

    د امریکا په منځګړیتوب د سوریې او اسرائیل ترمنځ په اوربند هوکړه وشوه

    19 جولای 2025

    افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي او اوسپنې پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

    19 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امريکا کې د ماين چاودنې له امله درې پوليس وژل شوي

    19 جولای 2025

    د امریکا په منځګړیتوب د سوریې او اسرائیل ترمنځ په اوربند هوکړه وشوه

    19 جولای 2025

    افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي او اوسپنې پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

    19 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،986 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.