
د خیبر پښتونخوا دېره اسماعیل خان ولسوالۍ په کلاچې سیمه کې د پاکستاني طالبانو له خوا د دغه هېواد پوځي رژیم د عسکرو پر موټر بمي برید شوی.
ځایي سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې په دې برید کې د صدام او عرفان په نومونو دوه پوځيان هلاک او د حیدر، مبشر او عابد په نومونو درې نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې په هلاک او ټپي شویو عسکرو کې دوه لوړ رتبه افسران هم شامل دي.
له بل لوري د پاکستان پوځي رژیم ته نږدې سرچینو ویلي، چې دې برید کې درې عسکر هلاک او دوه نور ټپیان شوي دي.

