Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د آزادۍ ماحول کې سولييز اختر مو مبارک سه!
    لیکني

    د آزادۍ ماحول کې سولييز اختر مو مبارک سه!

    صابر افغانصابر افغان16 جون 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    دا چې له څو لسيزو څخه افغانان په جګړه کې ښکېل وه او هر خواته وژنې وې نو د افغانانو پر خوله يوه غوښتنه وه چې هغه د جګړې خاتمه او يو سولييز ماحول وو؛ چې له هر اختر مخکې به هر ځلي افغانانو د اوربند خواست کاوه چې رب يې ږغ واورېد او د افغانستان اسلامي امارت د همېشني اوربند په تحفه سره و نازول.

    کله چې طالبان بريالي راغله؛ د نړۍ سوپر ځواکونه يې د خپلو متحدينو سره پر ګونډو کړه او افغانان يې د آزادۍ په ستر نعمت، د سولې په تحفه ونازول، ټول هغه افغانان چې تېر نظام کې يې کار کاوه، د امريکايانو غلامي يې کلونه کړې وه، د ولس او د طالبانو په سپېڅلو وينو يې بد رنګه لاسونه ککړ وه؛ د اسلامي ترحم په خاطر اميرالمؤمنين د رحم او شفقت لاس پر سر ور تېر کړ، عمومي عفوه يې ورته وکړه چې په دې کار سره يې د اسلام ستر او سپېڅلې دين او د طالبانو سپېڅلې لار لا هم وځلول.

    د خپلو مخالفينو تېره هره کړنه يې ورته معاف کړه، هغه طالب چې ورور به يې د تېر نظام نظاميانو ور شهيد کړی وو، پلار به يې ورته شهيد کړی وو خو وروسته تر فتحې يې د اميرالمؤمنين د اطاعت په خاطر هيڅ هم نه دي ويلي؛ بلکې همغه د مجاهد د ورور او پلار و قريبانو قاتل ته په کلي کې ګوري مګر هيڅ هم نه ورته وايي، که څه هم واک سرتاسري د طالب جان دی.

    دغه ستر کار او وينه بهېدل د اميرالمؤمنين په يوه امر سره ودرېده او وروسته له فتحې څخه هر اختر مو يو سولييز او د ورورګلوۍ په ماحول کې لمانځو چې دا د رب ستره تحفه ده د افغانانو لپاره.

    دغه د ورورګلوۍ او سولييز اختر او دغه ماحول چې افغانانو ته رب د اسلامي امارت مشرانو په ذريعه تحفه کړ له هغه وخته د اسلام او افغانانو و افغانستان دښمنان سخت فکرمند سوي؛ ځکه وروسته له څو لسيزو جګړو څخه دغسي يو دم بد بيني او دښمني ورکېدل، وينه تويېدل درول او يو دم ورورګلوي منځته راوړل د نړۍ د سياسيونو او نظامونو له توقع خلاف کار وو؛ ځکه نړيوالو هيڅکله نه غوښتل چې افغانان دي دغسي ماحول ولري.

    نړيوال بيخي حيران سوه چې څنګه داسي امکان لري او د حيرانتيا سره_ سره وارخطاء سوي هم دي ځکه چې افغانستان کې وينه درول د دوی پروژې په خطر کې اچولو په معنا دي، افغانستان د دوی د جګړو ميدان ګرځېدلی وو؛ د افغانانو وينه باندي تجارت يې کاروبار ګرځېدلی وو ځکه اوس هم په دې هڅه کې دي چې له افغانانو دغه امن، په آزاده فضاء کې سولييز او اسلامي ماحول او خوشحالي ترې واخلي.

    نن که افغانستان کې د شپې يا هم د ورځې له خوا له بدخشانه تر کندهاره څوک سفر کوي، ميلې کوي او افغان ولسونه يو له بل سره ويني، مبارکۍ يو و بل ته ورکوي او مينه خپروي له هيڅ مشکله سره به مخ نه سي ځکه سرتاسري امن دی، ورورګلوي ده؛ خو همدغه ولسونه پرون د ځينو خرڅ سوو مشرانو او غلامانو په خاطر يو د بل د وينو تږې وه، يو له بل څخه يې کرکه درلوده، پښتون و تاجک، هزاره و ازبک په نامه سره وېشل سوي وه، د جنوب و شمال، کابلي و هراتي په نامه سره وېشل سوي وه.

    همدغه شمالي ټلواله او د پښتنو ځينو غلامانو په وجه تعصب اوج ته رسېدلی وو خو نن الحمدلله ټول ولسونه يو و بل ته غاړې ورکوي، خواږه مجلسونه، مېلمستياوې او اخترونه سره لمانځي؛ له شمال څخه جنوب ته مېلوال راځي او له جنوب څخه شمال ته، ټول وطن کې د خوشحالۍ او امن يو داسي ماحول دی چې افغانانو يې تصور هم نه سوای کولای؛ الحمدلله او نړۍ مننه د اسلامي امارت له ټولو مشرانو او نظاميانو څخه.

    امیرالمؤمنین د اختريز پېغام په لوستلو سره مې يو عجيب احساس وکړ ځکه هغه سپېڅلی ځواک او آمر يې چې کلونه يې د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره کفارو ته سخته ماتې ورکړې؛ هغوی نن هوسايي نه کوي بلکې د ولس د هوساينې، ښيرازۍ او حقوقو لپاره شپه و ورځ مصروفه او نه ستړېدونکې مبارزه کوي.

    اميرالمؤمنين پخپل اختريز پيغام کې پر خپل نظام ږغ کوي چې د ولس او تجارانو د هوساينې لپاره لا ډېر زيات کار وکړي، سوالګرو ته تنخواوې ټاکل سوي، معيوبينو ته تنخوا او ورسره هر ډول مرستې سوي.

    په داسې يوه حالت کې چې نړۍ مو نه په رسميت پېژني او له بنديزونو سره هم مخ يو خو د علماء کرامو په نظام کې داسې اقتصادي پرمختګ ته يې نړۍ هم حيرانه ده؛ چې په داسې يوه حالت کې د ايران او پاکستان له خوا لکونه مهاجر هم په زور پرې را اړول سوي چې شايد ډېر جوړ هېوادونه د دغسي يو دم مهاجرو د راتګ مهارول په وسه نه وي اما د افغانستان اسلامي امارت و توانېدی چې په ښه شکل سره يې مهار او خپل وطن کې ځای پر ځای کړي؛ هر ډول مرستې يې ورسره کړي چې اوس هغه مهاجرين چې خپل وطن ته راغلي د امن څخه خوند اخلي او خپل وطن کې ښه او خوشحاله ژوند لري.

    امیرالمؤمنین په خپل اختريز پيغام کې پر افغانانو د لا اتفاق او اتحاد ږغ کړی، ويلي يې: راځئ چې په ګډه سره د دغه اسلامي نظام تر شاه ودرېږو او د افغانستان د لا پرمختګ په برخه کې خپل کوښښونه جاري وساتو!امیرالمؤمنین په خپل اختريز پيغام کې په فلسطين کې د ماشومانو، زنانه او سپين ږيرو قتل عام د اسرائيلي صهيونيستي نظام له طرفه په کلکو ټکو غندلی.

    رب دې د افغانستان اسلامي امارت او افغانانو ته دومره قوت ورکړي چې د نړۍ ستر وحشيانو ته ځواب و وايي او د نړۍ مسلمه امت د دوی له شره په امان کې کړي؛ لکه څنګه يې چې افغان ولس د دوی له ظلمونو او جبر څخه خلاص کړي.

    رب مو دي دغه امن همېشنی، دغه ورورګلوي او د مينې او آزاده فضا و خپلواکي همېشنۍ کړي؛ رب دې مو دغه مشران سرلوړي لري تر څو دغسي مو د بهر او داخل له هر دښمن او فتنې څخه ساتي.

    تل دې زنده باد وي اسلامي امارت او زموږ زړور سرتيري چې شپه و ورځ يې زموږ خدمت او امنيت راوستلو کې پر ځان يوه کړې؛ د اختر خوږې شپې يې زموږ د امن په خاطر تر موږ قربان کړي.

    ګلونه ور په غاړه د اختر مبارکي ورکړئ، مننه له خپلو زړورو سرتيرو څخه ضرور وکړئ!

    د افغانستان د اسلامي امارت له مشرانو او زړورو اتلانو، فدايانو څخه يو جهان مننه چې ځانونه يې زموږ دفاع، آزادۍ او د اسلام راتګ کې قربان کړي او اتلان مو لا هم شپه و ورځ خدمت کې ولاړ دي.

    نو افغان ولسه، خوشحاله اختر ولرئ، طاعات او عبادات مو د رب دربار کې قبول او مقبول سه!

    مخکینۍ مقالهد افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې افغان حکومت ګډون کوي
    راتلونکي مقاله د اسلامي امارت زعیم او د هغه اقتصادي طرحې!

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.