Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د احصایې اداره: پرو سږکال د افغانستان د وگړو شمېر ۳۵.۸ مېلیونه اټکل شوی
    افغانستان

    د احصایې اداره: پرو سږکال د افغانستان د وگړو شمېر ۳۵.۸ مېلیونه اټکل شوی

    عمران آغاعمران آغا7 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولینو نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال، د دغې ادارې د یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

    د دغې ادارې د مسئولینو په وینا، د وروستي یوه کال په جریان کې ۳ مېلیونه او ۲۶۵ زره او ۶۰۰ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي، چې د مخکېني کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.: «د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې ۷.۸ مېلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي او د دې بهیر له پیل څخه تر دې مهاله په ټولیز ډول د وېشل شوو برېښنايي پېژندپاڼو کچه، ۱۳ مېلیونه او ۸۶۸ زرو ته رسېدلې ده.»

    د یادې ادارې مسوولینو وویل، هېوادوالو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، په مرکز او ولایتونو کې د اسان خدمت پينځه دفترونه فعال شوي، چې څه باندې ۲۰۰ زره کسانو ته یې د برېښنایي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو د وېش او نورو برخو کې اړین خدمتونه وړاندې کړي دي. دغه راز ډېر ژر به په پکتیا، فاریاب، فراه او کندوز ولایتونو کې هم د اسان خدمت څانگې پرانیستل شي.: «په بهر کې هېوادوالو ته د ښو او چټکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت څانگه فعاله شوې او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به په ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې کې هم د اسان خدمت څانگې پرانیستل شي.»

    د احصایې ادارې مسوولینو زیاته کړه، د کره او دقیقو شمېرو موندلو په منظور یې د وروستي یوه کال پر مهال په بېلابېلو برخو کې گڼې سروې گانې کړي چې پایلې یې له اړوندو ادارو سره شریکې شوي دي.: «په تېر کال کې د هېواد ناخالصه تولید ۱۷.۲۳ مېلیارده ډالر وو، چې د مخکېني کال په پرتله ۲.۷ سلنه زیاتوالي ښیي. پرو سږکال په ۲ مېلیونه او ۲۳ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې په حاصلاتو کې یې د مخکېني کال په پرتله ۱۴.۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دې ترڅنگ، د غلو حاصلات ۵ مېلیونه او ۲۰۶ مټریک ټنه او د پُنبې حاصلات ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه وو، چې د مخکېني کال په پرتله په ترتیب سره، ۱۳.۲ او ۶۸.۹ سلنه زیاتوالی په ډاگه کوي.»

    همدا راز د یادې ادارې مسوولینو وویل، په بېلابېلو برخو کې یې سروې کړې، ۴ مېلیونه ته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش شمېر رسول، په کابل، بلخ، ننگرهار، هلمند او هرات ولایتونو کې د اسان خدمت د څانگو فعالول، په ایران، پاکستان، سعودي عربستان، او ترکیې هېوادونو کې د اسان خدمت څانگو پرانیستل، د هرات په شین ډنډ، د ننگرهار په شینوارو، د غزني په مقُر، د بلخ په بلخ او د بدخشان په کیشم او راغستان ولسوالیو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانگو پرانیستل؛ په روان کال کې د دغې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

    د یادې ادارې مسوولینو وویل، پرو سږکال د هېواد په کچه د وگړو سر شمېرنه شوې، چې په ترڅ کې یې د افغاستان د وگړو شمېر ۳۵.۸ مېلیونه اټکل شوی، چې ۱۸.۲ مېلیونه نارینه او ۱۷.۵ میلیونه یې ښځې دي. د دې شمېرنې له مخې ۹.۲ مېلیونه وگړي په ښارونو او ۲۵مېلیونه نور یې په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي.

    له تېرې اوونۍ راهیسې د دولتي ادارو د حساب ورکولو لړۍ پیل شوې ده، چې هره اداره خپلې لاسته‌راوړنې د رسنیو پر وړاندې شریکوي.

    مخکینۍ مقالهپه ایران پر افغان کډوالو د بندیزونو دوام؛ په اذربایجان ولایت یې پر هر ډول فعالیت بندیز لگېدلی
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د سوډان په دارفور او کردفان ولایتونو کې د جګړو…

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.