د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېر کال په کب مياشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۰۰.۱ ميليون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۱ زر او ۳.۱ ميليون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د تېر کال په سلواغې مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴.۲ ميليون ډالرو ته رسېد، چې د دې مياشتې په پرتله ۴۴.۱ ميلیون ډالره کموالی په کې راغلی.

دغه راز د ياد کال د سلواغې مياشتې د وارداتو ارزښت ۱ زر ۷۶.۲ ميليون ډالرو ته رسېد، چې د دې کال د کب مياشتې په پرتله د ۷۳.۱ ميليون ډالرو په ارزښت کموالی په کې راغلی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د تېر کال په کب میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version