د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي کندهار کې د احمد شاه بابا نړيوال هوايي ډګر د پراختيا او بیا رغونې پروژه د ياد وزارت د مسؤلينو له لوري پرانستل شوه.
ياد وزارت زياتوي چې کندهار کې د احمد شاه بابا نړيوال هوايي ډګر د پراختيا او بيا رغونې پروژه د شاوخوا ۹۱ میلیونو افغانیو په ارزښت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د عملیاتي معین مولوي فتح الله منصور او د یاد ولایت مرستیال والي ملا محمد صادق انقلابي په حضور کې پیل شوه چې د لسو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخيستې ته وسپارل شي.