د هندوکش له لړیو او ددې سیمې د جیوپولیټیک موقعیت له مخې دا سیمه او اراضي ډېره پیچلې ده؛ په طبیعي بڼه د ګوریلايي او چريکي جګړو لپاره ډېره اغېزمنه ثابته شوې، په دې سیمه کې له انګرېزي او روسي ښکیلاک وړاندې د مقدوني سکندر او چنګېز د یرغل هجومونه راغلي او له مقاومتونو سره مخ شوي دي.
په معاصر وخت کې د روسانو لوی – لوی کاروانونه په سالنګونو کې د جمعیت یو چریکي قومندان احمدشاه مسعود له منځه یووړل، له دې سره په کور دننه او دباندې د ټولو پام ور واوښت، د هغه کوږ پکول او برګ دستمال په جنګیالو کې یو موډ وګرځېده.
مسعود د خپلې جاه طلبۍ او سمت پرستۍ د حرص له مخې د جمعیت سیاسي محور یواځې پنجشېر وګرځاوه، وروسته یې جمعیت هم دوه ټوټې کړ؛ یوې برخې ته یې دده په مشرۍ د نظار شوری نوم ورکړ او بل ښاخ یې سیاسي وباله، د همدې ښاخ سیاسي مشري یې په سمبولیک ډول برهان الدین رباني ته پرېښوده، حال دا چې سياسي ډیلونه یې هم خپله وهل.
د مثال په توګه: امر الله صالح د هغه سياسي او استخباراتي اجنټ و، هغه به یې په الوتکه کې کله له روسانو سره د پروټکول په موخه ولېږه او کله به یې د فرانسویانو تر دربارونو پورې ولېږه، همداسې یې ضیاء مسعود له امریکایانو سره د تړونونو په موخه پاکستان کې پرې ایښی و او مرستې به یې ترلاسه کولې.
احمد شاه مسعود له سي آی اې سره هم تماس درلود؛ د “Ghost War” کتاب لیکوال Stave Coll چې خپله د سي آي اې مامور دی، په خپل کتاب کې لیکلي، چې له سي آی اې سره د احمد شاه مسعود، د تماس مسؤل دده یو قومندان مسعود خلیلي و.
مسعود خلیلي د سي آی اې مامور ګاري شرون د پاکستان له پلازمینې اسلام اباد څخه، د اریانا افغان هوایي شرکت په یوه الوتکه کې کابل ته راوستی و، نوموړي په سي آی اې کې د محرمو خدمتونو په برخه کې دنده اجراء کړې وه، عمده دنده یې دا وه، چې د امریکا د نیابتي جګړو لپاره به یې د جاسوسۍ په موخه اجنټان استخدامول.
سټیو کول لیکلي: “خلیلي کابل کې ګاري شرون په یو درجن جوړ پاتي کورونو وګرځاوه او بیا یې له ډلې یو ځانګړي شوي کور ته ور وست، له نیمي شپې لږ وړاندې احمد شاه مسعود راغی، سپینې افغاني جامې یې په غاړه وې، د وړیو پسته پنجشیرۍ ګرده خولۍ(پکول) یې په سر وه، ګاري شرون خپلې خبرې په دې ټکو پیل کړې؛ زه او ته یو تاریخ لرو!” له دې خبرې یې مراد دا و چې مسعود او شرون د یوې ادارې استخدام شوي مامورین دي.
سي آی اې احمد شاه مسعود ته په میاشتني ډول پنځه لکه ډالره اجوره منلې وه؛ دغه پيسې څو ځله د شرون لخوا د مسعود ورور احمد ضیا مسعود ته پېښور کې سپارل شوې دي.
مسعود هیڅ چیرته خپل معادل او سیال نه پرېښوده، بلکې له منځه یې وړی؛ په جمعیت کې دده سیال سړی چې رباني ورته ستاره شرق لقب ورکړ او د نظار شوری په ایجاد کې یې کلیدي رول درلود، قاضي محمد اسماعیل طارق نومېده؛ مسعود له طارق وېره لرله او طارق ددې خبرې مخالف و چې د واک محور دې پنجشېر وي، په همدې اختلاف هغه له پنجشېر څخه د لغمان دولت شاه ولسوالۍ ته واوښت، چې بیا همالته ووژل شو.
احمد شاه مسعود په مجموع کې د قدرت یوه جزیره په یوه وړه جغرافیه کې جوړه کړې وه او د ځان سیالان یې نه پرېښودل، چې له ده څخه په جاسوسۍ او پروژه يي کارونو کې مخکې شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.