Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د احمد مسعود مجازي مبارزه د انزوا په لور تللې
    لیکني

    د احمد مسعود مجازي مبارزه د انزوا په لور تللې

    عمران آغاعمران آغا19 سپتمبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د افغانستان د وروستیو څلوېښتو کلونو په جریان کې ډېرو ډلو او څېرو د وسلوال مقاومت او سیاسي مبارزې دعوې کړې دي، په دې لړ کې یو هم احمد مسعود دی، چې د خپل پلار احمد شاه مسعود له نوم او میراث څخه د ګټې اخیستنې کوښښ یې وکړ، خو د وخت په تېرېدو سره څرګنده شوه، چې نه یې وسله‌ وال مقاومت بریالی شو او نه یې د مجازي نړۍ کمپاینونو کومه عملي لاسته راوړنه لرله.

    له ۲۰۲۱م کال وروسته احمد مسعود د مقاومت تر نامه لاندې د وسله‌ والې مبارزې اعلان وکړ، خو ډېر ژر دا جبهه د پراخ ملاتړ او منظمو تشکیلاتو له نشتوالي سره مخ شوه. د جګړې په ډګر کې یې نه یوازې کومه لاسته راوړنه ونه لرله، بلکې د مقاومت ډېری سیمه‌ ييز قوماندانان یا ووژل شول او یا یې هم د جګړې ډګر پرېښود. له همدې امله د ده وسله‌ واله مبارزه له لومړۍ ورځې د ماتې په لور روانه وه.

    کله چې د ده وسله‌ وال مقاومت بې خونده او بې رنګه شو، نو هڅه یې وکړه، چې په مجازي نړۍ کې ځان مطرح کړي. د لوېدیځو رسنیو او ځینو سیاسي لابي ګریو له لارې د احمد مسعود لپاره کمپاینونه کېدل، هغه د رسنیو پر مخ د غونډو او کنفرانسونو لپاره ور بلل کېده، حتی د امریکا د ویزې او سیاسي ملاتړ موضوعات هم را پورته شول. خو اوس څلور کاله وروسته، همدغه مجازي کمپاین هم خپل جذابیت له لاسه ورکړی دی. د مبارزې څلورمې کلیزې او د سپټمبر ۹مې او ۱۱مې پېښې څلور ویشتمې کلیزې لکه د پخوا په شان رسنیز انعکاس و نه موند. د ده خبرې، لیکنې او مرکې نه د سیمې هېوادونه جدي ګڼي او نه هم نړۍوال ورباندې حساب کوي.

    په پيل کې نړۍ پر احمد مسعود د یوې نوې سیاسي څېرې ګومان وکړ، د ملاتړ او مرستو ژمنې ورکول کېدې، خو د وخت په تېرېدو سره معلومه شوه، چې هغه عملي وړتیا او اغېز نه درلوده. نړۍ هغه تشې وعدې پرېښودې، احمد مسعود یوازې پاتې شو او ادعاوې یې د عملي بدلون پر ځای یوازې د رسنیو په صفحو کې پاتې شوې. دا دوهم ځل دی چې ماته خوري، د جمهوریت پر مهال یې د جګړې له ډګره پښې سپکې کړې، بیا یې بېرته د خپل بایللي حیثیت کوښښ وکړ، مګر بيا هم له داسې ماتې سره مخ شو، چې د سیاست له ډګره به استخراج شي.

    نن ورځ د کم عمره او خام فکره قوماندان احمد مسعود وسله‌ وال مقاومت بشپړ ختم شوی او د مجازي مقاومت څپه یې هم د انزوا په لور تللې ده. هغه نه د افغانستان دننه د پام وړ ملاتړي لري، نه سیمه او نړۍ ورته ارزښت ورکوي. د ده سیاسي ادعاوې تشې وعدې دي او د راتلونکي پلان خبرې یې یوازې شعارونه. اوس هغه د یو منزوي او بې‌ اغېزې سیاسي څېرې په توګه خلک پېژني، چې نه په میدان کې ځای لري او نه په رسنیو کې. د ده د لاسته راوړنو حساب صفر ته رسېدلی او راتلونکی یې یوازې د ادعاوو په چوکاټ کې محصور پاتې دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد احمد مسعود مجازي مبارزه د انزوا په لور تللې
    راتلونکي مقاله بګرام؛ امریکايي سیاستوالو ته کمپایني شعار او د ماتې پټولو وسیله

    مربوطه لیکنې

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    8 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جنوري 2026

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    د عدلیې وزارت وایي، د خوست ولایت د مرکز اړوند په غړومبۍ او مټه چینې…

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    10 جنوري 2026

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.