د افغانستان سترې محکمې د افغانستان د بېلابېلو زندانونو څخه د اختر په مناسبت د ۳۴۹ تنو زندانیانو د ازادېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان سترې محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ا.ا.ا مشر د حکم پر اساس د لوی اختر په مناسبت ۳۴۹ تنو زندانیانو ته بخښنه شوې او له بنده ازاد شوي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د یاد حکم پر اساس د ۲۷۰ تنو نورو زندانیانو د زندان په موده کې کموالی هم اعلان شوی دی.
هغه زندانیان چې د اختر په مناسب له زندانو ازاد شوي، خوشاله دي او د ا.ا.ا د مشر څخه یې د منننې ترڅنګ وایي، چې نور به داسې کړنې نه ترسره کوي، چې د دوی د بیا زنداني کېدو سبب کیږي.
دوی وایي چې په زندانونو کې له دوی سره غوره چلند شوی او د زندان په موده کې ډير یې څه زده کړي دي، دوی وایي چې په زندانونو کې دوی ته منظم د قران، احادیثو او نورو بېلابېلو برخو کې درس ورکول کېده.