د نمبر اهل الشام رسنۍ د راپور له مخې د اردن هېواد یوې محکمې د اردن پارلمان مرستیال «عماد العدوان» او د هغه درې نور ملګري د غزې لویدیځې غاړې مجاهدینو ته د وسلو رسولو په تور په لس کاله بند محکوم کړي دي.
پر غزې د صهيونيستي اسرائيلو له تېري راوروسته د فلسطين ګاونډيو په تېره عربي هېوادونو نه يواځې د غزې مرسته نه ده کړې بلکې په هغوی یې خپل سرحدونه تړلي او غزې ته د رسېدونکو مرستو مخه یې هم نيولې.