د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا، د راتلونکي کال د حج پروسې کې د اسانتیاوو په رامنځته کېدو او د افغان حاجیانو د سهمیې پر زیاتېدو خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د سعودي عربستان سفیر هم د وړاندیز شویو موضوعاتو د عملي کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې سعودي د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.