د سترې محکمې د مطبوعاتو رياست وايي د اروزګان ولایت دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د قضائي غړو په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او سپين ږېرو په منځګړيتوب د قتل دوه قضيې حل او فصل کړي.
د سترې محکمې د معلومات له مخې د قتل یادې پېښې شاوخوا څلور کاله مخکې په ارزوګان ولايت کې رامنځته شوې وې، چې د دهراود ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوې.
د سرچينې په خبره د قضيې له څېړل کېدو وروسته د یادې محکمې د مسؤولينو لخوا دواړه لوري سولې ته وهڅول شول او د قومي مشرانو په منځګړيتوب د دواړو پېښو د کورنيو ترمنځ سوله وشوه او رسماً يې دښمنۍ پای ته ورسېدې.