له ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې رافایلا یودیچه سره د مخه ښې لیدنه او ناسته کړې.
خبرپاڼه زياتوي چې په دې ناسته کې د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافایلا یودیچه په کابل کې د اروپايي ټولنې له استازو او دفتر سره د اسلامي امارت د همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت د همکارۍ له امله د اروپايي ټولنې استازي توانیدلي چې افغانانو ته ډېرې مرستې راټولې کړي.
همدارنګه خبرپاڼه زياتوي چې رافایلا دغه راز په پلازمېنه دوحه کې له مېشتو یوشمېر لویدیځو ډیپلوماتانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وروستۍ ناسته ګټوره او د ډېرو موضوعاتو د حل او اندېښنو د لرې کولو په برخه کې اغېزناکه وبلله. نوموړې همدارنګه وویل، په افغانستان کې وضعیت او پرمختګونه مثبت لوري ته روان دي او کوښښ به وکړي، چې د افغانستان وضعیت د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سره شریک کړي.
خبرپاڼه همدارنګه زياتوي چې سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وويل: د اسلامي امارت دريځ په تعامل، متقابل احترام او همکاریو ولاړ دی او څرګنده یې کړه، چې اسلامي امارت له نړۍ سره پر کړو ژمنو عمل کړی او دا مهال د نشه یي توکو کښت صفر شوی، اداري فساد پای ته رسیدلی، د روږدو کسانو درملنه دوام لري او له افغانستان څخه هیچا ته خطر متوجه نه دی.