Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ازادۍ په نوم د شر او فساد دروغجنه جبهه
    لیکني

    د ازادۍ په نوم د شر او فساد دروغجنه جبهه

    صابر افغانصابر افغان27 اگست 2024۱ څرگندون2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د ازادۍ په نامه د بېکارۍ جبهه هره ورځ خپل دروغجن ګزارشونه نشروي چې ګویا د دوی شر خوښوونکو د افغان حکومت سرتېري په نښه کوي، بیا وایي درنه مرګ ژوبله ور اوښتې.

    تازه یې ویلي چې د 1403 کال د سنبلې په اوله د پنجشنبې ورځ یې سرای شمالي کې د اپراتیفي عملیاتو په لړ کې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.

    څو خبرې یې دروغجنې دي چې وایي د افغان ځواکونو سیاره پوسته مو په نښه کړې، موږ سیاره ګزمه اورېدلې خو سیاره پوسته مو نه ده لیدلې.

    په اوپراتیفي عملیاتو کې ډېر تمرکز په استخباراتي مرموزو اقداماتو وي، دوی وایي چې درنې چاودنې مو کړي او درنو چاودونو ته بیا د اوپراتیفي عملیاتو نوم ورکوي؛ بیا وایي چې افغان ځواکونو ته مو درنه مرګ ژوبله واړوله ترڅنګ یې دا خبره هم کوي چې تعداد یې نه دی معلوم.

    نو سړی حېران شي چې دا یې هغه نظامي مغز متفکر سازمان او دا یې مسلکي او نظامي ظرفیت؛ دوی چې په میډیا کې هوا ګز کړي نو د افغانستان باعزته خلک یې ښه سابه په مالګه کوي.

    د دې جبهې یو روزل شوی اجنټ سمع سادات دوه کاله وړاندې ویلي وو چې دوی به د لوی اختر لمونځ په وطن کې کوي؛ خو دا وړۍ به کله هم شړۍ نه شي، ملت دا خلک نور په دې خاوره نه پرېږدي.

    افغانان اوس په تبصرو کې د تمسخر په ډول ورته لیکي چې موږ دې په سپوټونو ستړي کړو ته رانغلې؛ (هېره دې نه وي چې نوموړي د افغانستان ځوانان مخاطب کړي وو چې تاسې سپوټونه وکړﺉ زه در روان یم او لوی اختر به یو ځای سره لمانځو).

    د دې جبهې څو مفشن قومندانان هره ورځ د امریکا د سنا مجلس مخ ته پراته وي، کله یې د امنیت شورا دروازه کې ناست وي چې بایډن د دوی غږ واوري، خو له هرې دروازې تش لاس او ناهیلي ستنېږي.

    مخکینۍ مقالهد شر او فساد ډلې باغيان او نړيوال جاسوسي سازمانونه.
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026

    ۱ څرگندون

    1. سن on 27 اگست 2024 5:02 PM

      الله ﷻ باغیان تباه کړی

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 17 مارچ 2026

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال وايي، د افغانستان اوسنی وضعیت په ځینو برخو کې د…

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026

    د ترکیې د مرمره پوهنتون استاد، جیوات نیکسرلي: پاکستان کې یو هوښیار سړی نه‌شته، چې له پوځي رژیم د دې جنایت پوښتنه وکړي

    17 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    17 مارچ 2026

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026

    د ترکیې د مرمره پوهنتون استاد، جیوات نیکسرلي: پاکستان کې یو هوښیار سړی نه‌شته، چې له پوځي رژیم د دې جنایت پوښتنه وکړي

    17 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.