د حج، ارشاد او اوقافو وزارت وایي د ازبکستاني علماوو، دغه پلاوی د ازبکستان د مسلمانانو د ادارې رییس مفتي نورالدین خالق نظر، په مشرۍ د دغه وزارت د سرپرست نور محمد ثاقب په بلنه کابل ته راغلی دی.
ياد وزارت زياتوي چې دغه پلاوي به د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا، دیني مسایلو، اسلامي زده کړو او د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د اړیکو پر ښهوالي د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لیکلي چې دغه پلاوی به دغه راز د افغانستان له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو هم لیدنه ترسره کړي.