Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د استانبول خبرې بې پايلې شوې؛ پاکستاني لوري د خپل امنيت ټينګښت له افغانانو غوښته
    افغانستان

    د استانبول خبرې بې پايلې شوې؛ پاکستاني لوري د خپل امنيت ټينګښت له افغانانو غوښته

    صابر افغانصابر افغان8 نوومبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، افغان لوړ پوړي پلاوي د رهبرۍ د ځانګړې لارښوونې، نېک نيت او صلاحيت سره سم د نومبر په ۶ او ۷ مه د استانبول په مذاکراتو کې ګډون وکړ او هیله وه چې پاکستانی لوری به خپلو مشرانو سره د مشورې وروسته د مسئلې د حل لپاره په مسؤلانه ډول حاضر شي او د عملي او واقع‌بینانه غوښتنو سره به خبرې پرمخ یوسي.

    د ښاغلي مجاهد په خبره؛ خو له بده مرغه، د پاکستان استازو هڅه وکړه، چې د پاکستان د امنیت ټول مسؤلیتونه پر افغانستان واچوي، په داسې حال کې چې دوی خپله هېڅ تیاری نه وښود چې د افغانستان امنیت او حتی د خپل امنیت مسؤلیت ومني.

    د نوموړي په خبره د پاکستاني لوري دا غیرمسؤلانه چلند او د همکارۍ نشتوالی د دې سبب شو، چې د افغان حکومت د نیک نیت او د منځګړیو د هڅو سره سره کومه پايله ترلاسه نه شي.

    مجاهد ويلي، افغان حکومت بیا هم په خپل اصولي موقف ټینګار کوي او هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي، او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکي او امنیت ته زیان ورسوي.

    هغه ويلي، افغانستان د پاکستان مسلمان ملت ته د خیر نیت لري او د سولې په برخه کې له دوی سره د خپلو مسؤلیتونو او توان په اندازه همکاري کوي.

    مجاهد په پای کې ويلي، چې د خلکو او د افغانستان د خاورې دفاع د افغان حکومت د شرعي او ملي وجیبو څخه ده او د هر ډول تېري په وړاندې به په کلکه دفاع وکړي.

    مخکینۍ مقالهد یمن حوثیان: د غزې په ملاتړ مو د صهیونیستي رژیم پر ضد ۱۸۳۰ عملیات ترسره کړي
    راتلونکي مقاله د پاکستان – افغانستان جګړه؛ ننداره که پاکستان ته تاریخي او غاښ‌ماتوونکی ځواب؟

    مربوطه لیکنې

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۴۵۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    11 جنوري 2026

    هرات کې له پولې د غیر قانوني اوښتو په تور څه باندې ۵۰۰ کسان نیول شوي

    11 جنوري 2026

    افغاني غاليو د ترکيې يوه نندارتون کې د کلاسيک ډيزاين برخه کې لومړی مقام خپل کړ

    11 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 11 جنوري 2026

    اروپايي ټولنه ګرين‌ لينډ ته د خپلو پوځيانو د لېږلو لپاره چمتوالی نیسي

    ټيليګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اروپايي ټولنې د ډېری هېوادونو پوځي مشران په ګرين…

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۴۵۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    11 جنوري 2026

    هرات کې له پولې د غیر قانوني اوښتو په تور څه باندې ۵۰۰ کسان نیول شوي

    11 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اروپايي ټولنه ګرين‌ لينډ ته د خپلو پوځيانو د لېږلو لپاره چمتوالی نیسي

    11 جنوري 2026

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۴۵۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    11 جنوري 2026

    هرات کې له پولې د غیر قانوني اوښتو په تور څه باندې ۵۰۰ کسان نیول شوي

    11 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.